له دغو ۱۸ لارو انګېزه رامنځ ته کړئ!

له دغو ۱۸ لارو انګېزه رامنځ ته کړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

که بې حوصلې یاست؛ که کاري انګېزه نه لرئ، فکر وکړئ چي له انګېزې مالامال یاست. ددې کار ښه والی په دې کي دئ چي په محضی خوځښت سره، کرار کرار داسي احساسوئ چي په رښتیا سره احساسات او جذبات ستاسي په وجود کي ژوندي سوي دي. دا زموږ ټولو له پاره يو معمول دئ، چي ځيني وختونه له روانو چارو ناهيلي کېږو، يوه ټاکلي هدف ته له رسېدو پاته کېږو. په دغسي حالاتو کي موږ يوازي يو کار کولای سو؛ همدا چي خپلو هڅو او کوښښونو ته دوام ورکړو. دا طبيعي ده او هم يو حقيقت دئ، چي ناهيلي او ستړيا تر سخت کار کولو وروسته راپیداکېږي. په دغسي حالاتو کي تاسي هماغه يو کار کولای سئ، چي په هماغو کوچنيو ګامو سره خپل کار ته دوام ورکړئ – چي دغه کار تاسي خپل هدف ته رسوي.
له انګېزې د يوه مالامال انسان په توګه اقدام وکړئ:
که بې حوصلې یاست؛ که کاري انګېزه نه لرئ، فکر وکړئ چي له انګېزې مالامال یاست. ددې کار ښه والی په دې کي دئ چي په محضی خوځښت سره، کرار کرار داسي احساسوئ چي په رښتیا سره احساسات او جذبات ستاسي په وجود کي ژوندي سوي دي. یو کوچنی کار وکړئ او د پای ته رسولو له پاره ئې پلان جوړ کړئ: د بېلګي په ډول خپل کاري مېز پاک کړئ، لوښي پرېولی او یا یو بل کوچنی کار وکړئ- خو سر ئې کښېږدئ. په دې آساس، کله چي مو هغه کارخلاص کړ داسي احساسوی چي د وروستنیو کارونو د کولو چمتو والی مو هم پیداکړی دئ.
بناً کله چي مو کار له لاسه نه کېږي؛ بې حوصلې ياست او انګېزه مو په وجود کي نه وي، يوه کوچني کار ته لاس واچوئ چي په انجامولو سره ئې ستاسي حوصله زياته او علاقمندي مو پيداسي. هر سهار له ځانه څو مثبتي او روح بخښونکي پوښتني وکړئ؛ مثلاً
• پر همدې وخت په ژوند کي له څشي څخه خوښ یم؟
• کومه ځانګړنه په ما کي خوشحالي رامنځته کوي؟
• څنګه په ما کي دا حالت رامنځته کوي؟
دا خورا مهمه ده، چي پوه سئ حالاتو څنګه تاسو ته يو ښه احساس درکړی دئ. دغه سهارني سوالونه خورا فوق العاده دي؛ ځکه تاسو ته پر روانو چارو ژور پوهاوی درکوي او بيا هماغه مثبت احساس تاسو ته در لېږدوي.

د خپلي پرمختیا کچه و ارزوئ:

له څو مياشتو راهيسي ستاسي يوه دوست ته ځانګړی غذايي رژيم ور شروع دئ. تر څو مياشتو وروسته چي کله تاسي له هغه سره مخامخېږئ – وینئ چي په هغه کي زيات بدلونونه راغلي دي – خو په زړه پوري دا ده، چي ستاسي دغه دوست خپلو دې بدلونونو ته هيڅ متوجه نه دئ. تاسي ورته واياست چي له پخوا څخه ئې ډېر تغير کړی دئ. دا ځکه چي ستاسي په دماغ کي د نوموړي د پخواني غذايي رژيم تصوير دئ. خو اوس چې له وروستني غذايي رژيم سره مقايسه کوئ؛ په اندام کې ښکاره توپير وينئ.
ددې له پاره چي انګېزه مو ايجاد کړې وي، او اهدافو ته مو رسېدلي ياست، لازمه ده چي لږ شا ته وګورئ او د فعاليت د پیل نقطې ته مو يوه کتنه وکړئ. له کومه ځايه را روان سوي واست او اوس چېري را رسېدلي ياست؟ در په ياد ئې کړئ چي څنګه د خپلو اهدافو له لومړنيو خنډونو او وهمونو څخه په برياليتوب سره را تېر سوي ياست او اوس د لاري په منځ کي ياست. کله چي خپل تدريجي پرمختګ ته کتنه کوی، د په لاس راوړو برياليتوبونو په وجه به د خوښي او خوند احساس وکړئ او په تاسو کي به د اهدافو د بياځلي تکرار انګېزه او علاقمندي پيداسي.

اول ستونزمن کار را پیل کړئ

د کارونو حجم ته مه اندېښمن کېږئ؛ له سخت ترين کاره ئې را پيل کړئ. کله چي د فهرست له ستونزمن کاره پيل کوئ او بيا هغه کار خلاص کړی، داسي احساسوئ چي له اوږو مو يو دروند بار ايسته سوی دئ. له دغه ځایه مو په وجود کي لا زيات سکون احساسوئ؛ پاته ورځ به پر خپل ځان زيات اعتماد لرئ او ورځني اندېښنې به مو ختمي کړي وي.

خپل بریالیتوب مه هېروئ

له انتقادي روحيې لرلو پرهېز وکړئ؛ پر ځای ئې خپل برياليتوبونه در په یاد کړئ. غوره به لا دا وي، چي برياليتوبونه مو درسره ياداښت کړئ؛ ان جزئيات هم له ليکلو پرته پرېنږدئ. دا ځکه چي د برياليتوب هېرول ډېر آسان دي او هرکله چي خپلو ياداښتو ته رجوع کوئ؛ دغه کار په تاسو کي يو ښه احساس را ژوندی کوي او په وجود کي مو دکار او کوښښ انګېزه ژوندۍ او تازه ساتي.

هدف يوازينۍ پايله مه انګېرئ

متأسفانه ډېر کسان هدف يوازي د پايلو تر څرګندېدو پوري تعقيبوي. برياليتوب يوازي په يوه ځانګړې عرصه کي، يا د یوې خاصي پېښي په راڅرګندېدو سره نه تعريفېږي. مثلاً ډېر کسان فکر کوي چي کله خپل وزنه ۵ کيلو کم کړي؛ نو سالم او روغ اندام به ولري. دا په داسي حال کي ده چي، په روغتيا کي برياليتوب يوازي تر دې نتيجې پوري نه منحصرېږي. هدف ته چي چشي خوند او کيفيت ورکوي؛ هغه له جريان سره يوځای کېدل او تر هدفه د رسېدو بهير دئ – يا لکه سفر چي يوازي منزل ته تر رسېدو پوري خاص نه وي، بل لا لاره او دغه بهير هم د سفر يوه برخه ګڼل کېږي.
له ماتي مه بېرېږئ
له ماتي مه بېرېږئ. ماته د برياليتوب يو طبيعي اړخ او د ګټورو درسونو يو ډول دئ. د باسکټبالانو يو مشهور کس (مايکل جردن) وايي: تر نهه زره واري ډېر تېروتم او کابو درې سوه لوبي مي وبايللې. ۲۶۰ وارې پر ما اعتماد وکړ چي زه کامياب سم، خو لا کامياب نه سوم. په ژوند کي دغه پرله پسې ماتي وې چي نن کامياب يم. بناً له خپلو ماتو پند وآخلئ او له ځانه وپوښتئ چي دغه ماتي ما ته کوم درس راکړ؟

هر کار له يوه مثبت فکر سره را پيلوئ

دا زده کړئ چي ډېر وخت بايد مثبت فکره اوسئ او منفي فکرونه دمخه تر دې چي، ستاسي په لاره کي خنډ جوړ کړي له ذهنه وباسئ. سمه ده چي همېشه مثبت فکره اوسېده کېدای نه سي، خو په ډاډ سره کولای سو چي ياد حس په ځانو کي پياوړی کړو او ترلاسه سوې نتيجه زموږ سره په لا ډېرو هڅو او کوښښونو کي مرسته کوي.
دا ګډ احساسات دي
انګېزه يو شريک احساس دئ. ډېری بريالي او مشهور کسان هم ځيني وختونه بې انګېزې کېږي، خو له نورو سره د دوئ توپير په دې کي دئ چي دوئ ان په ډېرو ستومانوونکو حالاتو کي هم خپل رواني وضعيت کنټرولوي او په حللارو پسي ګرځي او نه پرېږدي چي احساسات ئې پر منطق باندي غالب سي. د انګېزې په لاس راوړلو له پاره د لنډي مودې احساساتو ته په دماغ کي ځای مه ورکوئ.

سته معلومات بياځلي تر نظر تېر کړئ

د هر کار پيل لازمو معلوماتو ته اړتيا لري. خو ځيني وختونه ټولنه او خپروني (رسنۍ) افرادو ته داسي معلومات ورکوي چي منفي اغېز لري. نو د خپلو ذهني محفوظاتو ارزونه وکړئ؛ منفي ټکي لېري کړئ، د خپلو اهدافو په لاس راوړلو له پاره، خپلي پوهي ته په کتلو سره له مثبتو او مؤثرو معلوماتو څخه ګټه وآخلئ.
البته پوه سئ چي چشي ستاسي د خوشحالۍ سبب کېږي؛ موږ ټول پوهېږو چي کوم کارونه يا خاص حالات زموږ د خوښي سبب کېږي. بناً هغه کار وکړئ چي تاسي خوشحاله کوي. خو بايد پام وکړئ چي دغه غوښتنه له هغو ټولنيزو آدابو، رسومو چي تاسي پکښي ژوند کوئ او ټولو انساني او مذهبي باورونو سره ټکر و نه لري.
د خپلو اهدافو موقعيت او وخت تغير کړئ
د ځانو له پاره ستر اهداف وټاکئ. لوی اهداف د کوچنيو هغو په پرتله په فرد کي زياته انګېزه رامنځته کوي. لوی اهداف زيات اغېزناک وي او کولای سي چي پياوړي انګېزې رامنځته کړي.

په کار کي له عجلې پرهېز وکړئ

په چټکۍ سره د کار پيلولو پر ځای لومړني ګامونه په کرارۍ سره وآخلئ. هرکله چي په خاطرجمعۍ سره کار پيلوئ، دماغ ته دا امر نه رسېږي چي کار په بېړه سره ختم کړئ. خو که د انسان دماغ حس کړي چي دغه کاري پروګرام ئې بايد په چټکۍ سره پای ته ورسېږي، نو څه کېږي؟ ډېر وختونه کېدای سي چي فرد اصلاً کار را پيل نه کړي. نو له بېړي پرته د يوه کار راپيلول غوره دي تر هغه چي اصلاً پيل نه سي.

ځان مو د نورو پر ځای، له خپل ځانه سره پرتله کړئ!

د نورو سره د ځان پرتلنه او دا چي ستاسي د هڅو پایله څشي اوسېدلې او په کوم موقعیت کي ولاړ یاست، د انسان د انګېزې او خلاقیت قوې وژونکې ده. همېشه ډېر کسان سته چي تر تاسو پیاوړي دي او څو داسي کسان هم سته چي د مادي او معنوي دواړو اړخونو څخه د ټولو څخه وړاندي تللي دي، ځکه حواس او قوې مو یوازي پر ځان، په مخ کي پر شته پلان او البته هغه پایلي باندي چي ستاسي عاید ګرځي، متمرکزي کړئ او پوه سئ چي څنګه کولای سئ خپل ذهني پلان ته پرمختیا ورکړئ او د اجراء تر مرحلې ئې را وه رسوئ. د لاسته راغلیو پایلو بیا ارزونه هم زیاته مهمه ده. په دې کار سره تاسي کولای سئ خپلي تېري تېروتني پیدا او د دوی او یا دوی ته ورته تېروتنو له بیاځلي تکراره مخنیوی وکړئ

د لاسته راغلیو پایلو د بیاځلي ارزوني یوه بله ګټه د څو برابره انګېزې رامنځته کول دي. ددې موضوع درک چي ستاسو د هڅو او کوښښونو حاصل چشي سو او تر کومه ځایه راغلي یاست، ستاسو ځواک او علاقه څو برابره کوي او خپل بریالیتوب ته به هک پک سئ.

د یوه قهرمان په توګه اقدام وکړئ

د قهرمانانو ژوند او د ژوند تجربې مطالعه کړئ او د دوی سلوک او عمل د ځانو له پاره نمونه وګرځوئ او د دوی خبرو ته غوږ کښېږدئ. بیامومئ چي د دوی په کار او تلاښ کي داسي کومه ځانګړتیا وه چي دوی ته ئې بریالیتوب ور نصیب کړی و. خو همېشه دا په یاد ولرئ چي یاد خلک زموږ او د نورو کسانو په شان دي. ځکه نو ددې پر ځای چي دوی تر ځانونو لوړ وګنئ او ستاینه ئې وکړئ، پرېږدئ چي له دوی څخه الهام واخلئ.
کوښښ وکړئ چي کارځای او یا تصور کړی پلان مو داسي جوړ کړئ چي تفرېح او ساتېري ته هم پکښي ځای ورکړل سوی وي. په دې کار سره به د کار کولو او پای ته رسولو له پاره کافي انګېزه ولرئ.

یوازي هوساینه مه غواړئ

د کهالۍ سره چي د ټنبلۍ یو ډول دئ، پرېکون اعلان کړئ او په ځان کي د انګېزې رامنځته کولو له پاره د ستونزو سره مبارزه وکړئ.
هغه کار چي غواړئ ترسره ئې کړئ، لومړی مطالعه کړئ، کله چي غواړئ کار را پیل کړئ، د پروسې په اړه ئې څېړنه وکړئ. په دې سره به تاسي د کار مقدار او هغو ستونزو سره چي کېدای سي تاسي ورسره مخامخ سئ؛ آشنا سئ. کله بېځایه هیلي او توقعات د انسان د لومړنۍ انګېزې د کمېدو او د فرد د لومړني ذوق او مصمم واله د له منځه تلو سبب کيږي. د خپلو غوښتنو په محدودولو سره کولای سئ چي د ذوق او علاقې څخه حاصلي کړي انرژي د بیرته ضایع کېدو مخنیوی وکړئ او د کار ترپایه باانګېزه او پیاوړي اوسئ. که د هغو کسانو حالت مطالعه کړئ چي یو وخت ئې تاسو ته په ورته حالت کي ژوند کاوه؛ پر دوی څه تېر سول، د کومو ستونزو سره مخامخ سول او څنګه ئې له یادو ټولو حالاتو ځانونه را و ایستل- دا به درته ډېر ګټور او له پنده ډک وي. کولای سئ چي د دوی د ټاکلي کړنلاري سره په مرتبط کولو او هغه څه تاسي پوهېږئ، یو مناسب کاري کړنلاره غوره او خپل فعالیت را پیل کړئ. په دې سره تاسي د اندېښنو کچه کمیږي او لا ښه کولای سئ چي کاري شرایط مدیریت کړئ؛ هغه که له احساسي او یا عملي اړخه وي، ځکه لږترلږه پوهېږئ هغوی چي پر ورته لارو تګ کړی دئ له کومو ستونزو او پیښو سره مخامخ سوي دي او د احساسي او عملي اړخه دغه پوهاوی ستاسي د تشویق او زړه ډاډمنتیا سبب ګرځي.

دا معلومه کړئ چي ولي غواړئ یو کار وکړئ- که نه پوهېږئ چي په کوم دلیل دغسي یو کار کوئ یا دا چي د اجراء کولو له پاره ئې کافی دلیل نه لرئ، نو دداسي یوه کار پای ته رسول به ستاسو له پاره ستونزمن وي. داسي کار غوره کړئ چي د اجراء کولو له پاره ئې څرګند او واضح دلایل ولرئ. که مو و نه شو کولای، ددې کار فعالیت پرېږدئ او پر ځای ئې یو بل فعالیت را پیل کړئ- چي د کولو له پاره ئې ښکاره او څرګند سببونه ولرئ.

خپل اهداف یاداښت کړئ

د ترسره کوونکي فعالیت څخه کوم اهداف لرئ- دا ولیکئ، بیا ئې راواخلئ پر یوه دېوال، یا هنداره باندي ئېئ ونښلوئ. په دې کار سره د ورځی په اوږدو کي د کار کولو مرحلې بیا بیا ګورئ او دا کله سبب کیږي چي تاسي ته د کار تداوم آسانه کړي.

تلوېزیون کم وګورئ

رښتیا تاسي د ډېر تلوېزیون کتلو علاقمند یاست؟ هڅه وکړئ چي د تلوېزیوني پروګرامونو د کتلو له پاره ډېر وخت ور نه کړئ او په خپل حقیقي ژوند کي د خوښي وړ فعالیتونه وڅارئ او په خپلو مېتودونو سره ئې ترسره کړئ.
کاري پروګرام مو پر څو کوچنيو هغو تقسيم کړئ!
که لویه کاري پروژه ترسره کوئ، هغه پر څو کوچینو پروژو تقسیم کړئ، وروسته د کار پر لومړنۍ برخي تمرکز سره خپل فعالیت را پیل کړئ او کله چي یاده برخه خلاصیږي، بله برخه را پیل کړئ. د لومړۍ برخي په اجراء کولو کي چي مو کومي کوچنۍ لاسته راوړني درلودلي دي، ستاسي د انګېزې زیاتېدو سبب کیږي او پر ټول کار تمرکز کول چي کېدای سي ستاسي د ستومانتیا سبب سي؛ مخنیوی کوي. که په همدې مېتود ولاړ سئ – د تر لاسه کېدونکو پایلو څخه به هک پک سئ

د نوښت قوه مو وکاروئ

یو کاغذ را واخلئ او د کاغذ په سر کي ولیکئ چي په کومه برخه کي مو فعالیت او کار کول خوښیږي. کېدای سي د ډېر عاید ګټل یا د مریضۍ سره مبارزه کول او خپل روغتیا تضمینول ستاسي هدف وي. اوس را ولاړ سئ د خپلي خوښي موضوع اړه ۲۰ نظریات ولیکئ. کوښښ وکړئ ۱۰ نور نظریات هم په لیست کي ونیسئ؛ البته دا به ټول ګټور نظریات نه وي. تاسي تر اوسه خپل نوښتګر فکر په کار اچوئ او موخي ته په رسېدو کي چي کوم نظریات ډېر ګټور دي؛ پیداکړئ. دا کار په دې خاطر ښه دئ چي یوازي مو خپل نوښتګر فکر پر کار نه دئ اچولی، بلخوا درته مالومه سوې به وي چي تر کومي اندازې نوښتګر یاست؛ هم مو په ځانو کي د کار کولو انګېزه ژوندۍ کړې او هم مو د روحی اړخه د ځان له پاره مناسب شرایط مساعد کړي دي

 



لارې چارې معلوماتي
t