د مولانا فضل الرحمان لاریون اسلام اباد ته رسیدلی

د مولانا فضل الرحمان لاریون اسلام اباد ته رسیدلی

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د عمران خان د حکومت خلاف پیل شوی لوی لاریون اسلام اباد ته رسیدلی.

لاریونوال د عمران خان حکومت د درغلیزو ټاکنو زیږنده، بې کفایته او په فساد کې ډوب ګڼي او استعفا ترې غواړي.

حکومت د تورونو له ردولو سره دا لاریون د ملي ګټو خلاف ګڼلی.

لاریونوالو پرون د جمعې له لمانځه وروسته خپلو اعتراضونو ته زور ورکړی او ویلي: عمران خان به خامخا له واکه پرځوو.




t