افغانستان پر کومه درومي؟

افغانستان پر کومه درومي؟

ع، ا وطندار

وایي مشهور ټوکي ملا نصرالدین چې کله مړ کېده؛ نو وصیت یې وکړ چې زما د قبر یوې خواته دیوال وکړﺉ، دروازه په کې کښېنوﺉ او غټ کولپ (قفل) ورته واچوﺉ او درې خواوو ته یې همداسې پرېږدﺉ؛ نو د هغه تر مرګ وروسته به چې څوک د هغه قبر ته، ته؛ نو هم به له خندا شین شو، چې یوې خوا ته دیوال، دروازه او کولپ او درېیو خواوو ته بیا هېڅ هم نه. اوس له افغانستانه هم همغسې یو څه جوړ شوي دي. خصوصاً د امریکا لوړ پوړي چارواکي خو چې راځي؛ نو د ویزې څه حاجت دی، حال دا چې امریکا بیا خپل هېواد ته یو ماشی هم بې ویزې نه پرېږدي، کله چې د هاګ محکمې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د امریکایي سرتېرو جنایات څېړي، پر اړوند څارنوال یې امریکې ته په ورتګ بندیز ولګاوه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو ورته له غوسې خوټېده.

دا دی د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر پرته له کوم مخکیني اعلانه افغانستان ته راغی (۲۸/۷/۹۸) چې هم له خپلو پوځیانو او هم له ولسمشر غني سره وګوري. خیر دا نو په افغانستان کې نور د ګیلې ځای ته دی، د هر چا خوښه چې کله راځي او کله بېرته ځي، اوس که موږ دې خبرې ته هر ډ،ل توجیه کوو خو بیا هم خبره د زورور او کمزوري ده او دا خو مشهوره خبره ده چې د زورور اوبه پر پېچومي هم خېژي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل چې موږ په افغانستان کې خپل پوځونه له ۱۴۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته را کمولای شو او دا هغه څه دي چې له ترهګرۍ سره مبارزه هم نه شي زیانمولای. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د امریکا او طالبانو د ځنډېدلو خبرو د بیا پیلېدو مقدمات په نا مستقیمه توګه شروع شوي او اروپایي اتحادیې هم د دې خبرو د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده. د امریکا د ولسمشر دا عمل یو تاکتیکي عمل و او ښایي له دې کاره یې چې کوم هدف درلود، هغه به یې ترلاسه کړی وي. اوس پوښتنه دا ده چې امریکا او طالب خو سره موافقې ته رسیدلي وو، فقط یو لاسلیک پاتې و چې امریکایي ولسمشر ټرمپ خبرې وځنډولې. خبره داده چې امریکا په کامله توګه له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او که نه او که یې نه باسي؛ نو طالب له دې خبرې سره موافقه کوي او یا یې کړې چې فقط امریکایي پوځونه دې را کم کړای شي او د دوی او امریکا تر منځ دې اوربند وشي؟ که داسې وي بیا باید طالب په افغانستان کې د امریکا له (۹) اډو نه دوه درې اډې ومني چې پاتې کېدونکي امریکایي پوځیان په کې ځای پر ځای شي. که داسې شوي وي او یا وشي؛ نو طالب باید افغان ولس ته د هغو وژنو ځواب ووایي چې د امریکا د حضور په نامه یې څومره افغانان ووژل، هم په انفرادي توګه او هم په ډله ییزه توګه؛ ځکه که د امنیتي قواوو منسوبین یې ووژل خو په دې نامه چې هغوی اصلاً د امریکا په خدمت کې دي، که له افغان دولت سره خبرو ته نه کښېني هم په دې نامه چې دا حکومت د امریکا یو لاسپوڅی  حکومت دی؛ نو که اوس پخپله د امریکا شرایط ومني، پر ځان به څه حکم کوي او دې پوښتنې ته به څه ځواب وایي چې ولې یې د امریکايي عسکرو حضور و مانه، که دا د امریکا د سفارت د محافظت په پلمه وي یا پر بله هره پلمه.

د طالبانو او امریکا د خبرو د بیا پیل کېدو اوازې پر داسې مهال تودې شوې چې جنګ ښه زور اخستی. دا جنګ عمدتاً د افغان ولس پر وړاندې دی؛ ځکه امریکایان پخپلو اډو کې خوندي ناست دي، که جنګ دی نو د طالب او حکومت تر منځ دی چې دواړه افغانان دي او دواړه لوري د اسلام مدعیان دي؛ خو په منځ کې بې ګناه ولسي خلک وژل کېږي او ځینې پېښې خو داسې وي چې سړی ورته هېڅ توجیه نه شي پیدا کولای چې ګویا دا کار په سهو کې وشو لکه په ۲۶/۷/۹۸ نېټه د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په جو دره کې چې وشو. هغه برید په منظمه توګه یو پلان شوی برید و چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر وخت یې ۷۲ کسان شهیدان کړل او تر پنځوسو پورې یې ټپیان کړل. دې پېښې پراخ ملي، سیمه ییز او نړیوال غبرګون درلود. دا پېښه ان چې طالبانو هم وغندله او له هغې نه یې خپل برائت اعلان کړ. ښه نو دا چا وکړه؟ د طالبانو له اعلامیې نه خو دا څرګندېږي چې دا پېښه د داعش کار و. دا په داسې وخت کې چې په شینوارو کې د داعش پر خلاف عملیات روان دي او په ۲۸/۷/۹۸ نېټه چې ولسمشر غني د یو شمېر نورو دولتي لوړپوړیو چارواکو سره د پېښې ځای ته ولاړ چې له غمجنو کورنیو سره غمرازي وکړي، هم یې په ټولو شینوارو کې د داعش او طالب پر خلاف د پراخو چاڼیزو عملیاتو حکم وکړ، وکتل شي چې دولتي قواوې به په دې تصفیه کې څومره بریالۍ کېږي. همداراز په خپرو شویو سروې ګانو کې ښوول شوي چې د ملکي تلفاتو اندازه تر ۴۲ سلنو پورې لوړه شوې ده.

ورځه طالب او داعش خو ښکاره پر میدان ولاړ دي او له حکومت سره هم جنګېږي، له ولس سره هم جنګېږي او وایي چې له امریکایي او ناټو ځواکونو سره هم جنګېږي؛ خو دا پوښتنه ولې نړیوالو حل نه کړه چې لومړی خو داعشیان په عراق او سوریه کې پیدا شول او یو دم د یوه لوی قوت خاوندان شول او د عراق او سوریې ډېرې برخې یې لاندې کړې؛ نو څنګه وشول چې له هغه ځایه یې را ټوپ کړل او افغانستان ته را ورسېدل او بیا داعش او طالب دواړه له کوم ځایه تجهیزېږي او تمویلېږي. که دا جنګ ریښتیا له امریکا او ناټو سره وي بیا خو نو دا اسانه خبره نه ده چې یو څوک دې دا دی اتلس کاله له دې ځواکونو سره وجنګېږي او ورځ تر بلې دې قوت اخلي، ولسوالۍ دې لاندې کوي او ولایتونه دې نیسي دوی ته دا وسلې او پیسې څوک ورکوي؟ افغان حکومت خو خپله اعتراف کوي چې شپږ میاشتې زموږ ملي اردو او پولیسو ته معاشونه ور نه کړل شي، زموږ حکومت د سقوط له خطر سره مخ کېږي، خو دا دواړه جنګي ډلې ورځ تر بلې زور اخلی، دا څوک دي چې دا اتلس کاله یې په خېټو پورې تیږې تړلي او په لوږه جنګېږي؟

اصلاً خبره معلومه ده، دا جنګ خو د امریکا او ناټو په راتګ سره ختم شو؛ خو بیا دا شروع ولې شو؟ حقیقت دا دی چې دا جنګ شروع نه شو؛ شروع یې کړ. ددې له پاره چې د امریکا او ناټو حضور پرې توجیه شي. امریکا په دې سیمه کې پراخ نظامي، اقتصادي او ستراتیژیک اهداف لري؛ نو ځکه خو یې اوس هغه د تمدن مدعي اروپا هم له غوږ را نیولې کله یې منځني ختیځ ته په ځان پسې را کاږي او کله یې افغانستان ته په ځان پسې را کاږي، عجیبه ده چې اوس اروپا هم د امریکا په مقابل کې د ذلت شپې تېروي.

زما خپل اټکل دا دی چې امریکا دومره ژر له افغانستانه، نه وځي، د امریکا د دفاع وزیر خبرې یې یو بل ښکاره ثبوت دی چې خپل پوځونه فقط را کمولای شو، د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه پر دې خبره اعتراف نه دی کړی چې موږ له افغانستانه وځو، که ولسمشر ټرمپ دا خبره کوي فکر کوم باید پرې ډېر حساب و نه شي، ځکه دا خبره خو اوباما هم کړې وه؛ خو هغه هم فقط خپل پوځونه را کم کړل؛ خو صفر ته یې و نه شو رسولای، زه باور لرم چې ټرمپ هم که و هم غواړي نظامیان یې دا واک نه ورکوي، دا په حقیقت کې یو غولوونکې لوبه ده چې روانه ده. امریکا د افغانستان حکومت هم په یوه مړ ژواندي حالت کې ساتي، که چېرې امریکا د افغانستان اردو سهي تجهیز کړې وای، بې له شکه به اوس د جنګ نتایج بل ډول وای، که یې نه پرېښودای چې وسله وال مخالفین له بل لوري تجهیز او تمویل شي هم اوس به د جنګ نتایج بدل وای؛ خو امریکا نه افغان حکومت کامل سقوط ته پرېږدي، نه وسله وال مخالفین، باید جنګ وي او افغانستان د یوه قوي حکومت خاوند نه شي، اصلاً امریکایان له دې وېرېږي چې افغانان د یوه ځواکمن او مستقل حکوت خاوندان شي، دا یواځې د امریکا غوښتنه نه ده؛ بلکې امریکا نه د یو شمېر ګاونډیانو غوښتنه هم ده. امریکا دا هم نه پرېږدي چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه روابط ټینګ کړي او په دې توګه د جنګ د خاتمې له پاره ورسره یوه توافق ته ورسېږي.




t