سیاسي اړی ګړی او د هېواد اوسنی حساس موقعیت!

سیاسي اړی ګړی او د هېواد اوسنی حساس موقعیت!

ف، فایض

افغانستان دا مهال په یوه ډیر نازک موقعیت کې واقع دی، د امریکا په مشرۍ تر څلوېښتو د زیاتو هېوادو حضور یوه ستونزه، د حریصو ګاونډیانو لاسوهنې بله ستونزه او په هېواد کې دننه سیاسي اړی ګړی بله ستونزه. حقیقت دا دی چې د یوه هېواد قیادت د هغه هېواد په برخلیک کې ډېر مهم نقش لري. باید په دې اړه د وخت حساسیتونه په پام کې ونیول شي چې څوک کولای شي د هېواد طوفان اخستې کښتۍ د نجات تر ساحله پورې ورسوي. که څه هم په ظاهره خو زموږ په هېواد کې اوس اسلامي جمهوریت د رسمي نظام په حیث منل شوی چې انتخابات یې لازمي جز دی، سره له دې چې بیا دا ډول انتخابات خپل عوارض هم لري چې اسلامي مفکرینو ورته اشارې کړې دي؛ د بېلګې په توګه علامه اقبال مرحوم په خپل یوه اردو شعر کې وایي چې: جمهوریت یا دموکراسي د حکومت یوه داسې کړنلاره ده چې سړي خو پکې شمېرل کېږي؛ خو تلل کېږي نه، د عالم او غیر عالم، د صالح او قاتل و فاجر رایه یو برابر ده، همدا علت دی چې د اسلام فقها د اهل حل و عقد پر شورا ټینګار کوي، یعنې د هېواد د سرنوشت په باب داسې کسان تصمیم ونیسي چې هم عالمان وي او هم صالحان او متقیان وي او نور هغه مواصفات باید ولري چې اسلامي فقهاو، ورته په ګوته کړي دي؛ خو اوس که هر څه وي پر موږ همغه څه منل شوي چې عوارض یې د لمر په څېر ښکاره دي. افغانستان یو اسلامي هېواد دی او نظام ورته اسلامي جمهوریت په پام کې نیول شوی؛ خو د رهبرۍ له پاره یې مسلمان، کمونست، سیکولر او نور هر یو د نوماندۍ حق لري چې دا پخپله یوه لویه تشه ده. هغه څوک چې تر پرونه پورې د اسلامي باورونو او ارزښتونو پر خلاف د یوه بهرني تجاوز په څنګ کې ولاړ و نن څه ډول دا حق لري چې د هغه، هغه توره ماضي نالیدلې وګڼلی شي او د هېواد د رهبرۍ له پاره ځان نوماند کړي.

په هر حال په خواشینۍ سره له هغو قوتونو او شخصیتونو نه چې کلونه کلونه یې په هېواد کې د یوه اسلامي نظام د جوړولو شعارونه ورکړل او ولس د هغوی تر قیادت لاندې قربانۍ ورکړې، مهاجرتونه یې وکړل او کلونه کلونه یې په بې کورۍ او بې وطنۍ کې شپې وکړې هم اوس دا تمه نه شي کېدای؛ ځکه ډېره عمده خبره دا ده چې له هغې مقدسې داعیې نه یې اوس د «للهیت» عنصر جوړ کړی دی، فقط هر څوک د قدرت، ثروت او شهرت په فکر کې دي، او هر رهبر هر څه پخپله کورنۍ کې خلاصه کړي دي او د مولانا مودودي مرحوم په تعبیر هر څه په ملوکیت کې خلاصه شوي دي؛ نو له دغسې یوه حالت نه د یوه ریښتینې اسلامي نظام د رامنځته کولو تمه څه ډول کېدای شي. زموږ دا اوسنی حالت له هغه حالت سره هم نه شي پرتله کېدای چې خصوصاً د دموکراسۍ په لسیزه کې یې یو شمېر سیاسي ډلې ټپلې پر خلاف تشکیل شوې. زه نه وایم چې هغه مرحله هم د افغانانو له پاره یوه «مدینۀ فاضله» وه؛ خو عرض دا دی چې دې وروستیو مبارزینو یوه هغسې اداره هم تشکیل نه کړای شوه. څوک په یوه چا پورې غوټه شول څوک به بل چا پورې او د هېواد پر پردیتوب او پردي پالنې یوه خطرناکه څپله راغله او هغه کسان او هغه ټولګي چې په ریښتیا هم په خپلو ارزښتونو او باورونو او هېوادنیو ګټو باور لري، تر شعاع لاندې راغلل. زه لرې نه ځم تاسې موجود سیاسي ګوندونه وګورئ چې څوک هېواد، د هېواد ګټو او باورونو او ارزښتونو ته معتقد او وفادار دی او څوک د نورو له پاره، ان چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د نیابتي جګړې نوم ورکړل شو، یعنې هغه جګړه چې د نورو د ګټو له پاره کېږي.

د سولې په اړه هم موږ ګورو چې سترګې مو نورو ته اوښتي دي، یعنې نور باید راشي موږ سره کښېنوي او د پخلا کولو کوښښ مو وکړي، که چېرې په موږ کې دا اهلیت وای، ولې به په نورو پسې تللو، حال دا چې نور هم هر یو زموږ په ایرو کې لاس وهي او د خپلو ګټو لالونه پکې لټوي، موږ خو د ټولو دوستي ولیده؛ د روسانو مو ولېده، د امریکا او نورو غربي هېوادو مو ولېده د ګاونډیانو مو ولېده، دسیمې د هېوادو مو ولیده، د اسلامي هېوادو مو ولیده او د کفري هېوادو مو ولیده. متاسفانه اوس د اسلام د صدر وختونه نه دي، چې وروري وي، خواخوږي وي او د پيغمبر اکرم (ص) د مبارک حدیث په مصداق څوک چې کوم څه ځانته خوښوي، هغه باید خپل مسلمان ورور ته هم خوښ کړي، که ریښتیا خبره وي، موږ ته تر ټولو زیات ضرر همدې اسلامي هېوادو ورساوه، دغه حالت موږ دې ته اړ باسي چې پخپله خپلې ګټې په پام کې و نیسو او خپل رنځ ته د درملنې له پاره یوه اسلامي افغاني نسخه تجویز کړو. دا سهي ده چې زموږ تر منځ جګړې شوي دي، اختلافات تېر شوي دي، بدبینۍ او تربګنۍ تېرې شوې دي؛ خو همدا مسایل وو چې موږ دې ته اړ باسي چې خپلې تېروتنې تکرار نه کړو او د پخلاینې او ورورولۍ لاره ونیسو.

افغانستان دا څلور لسیزې د جنګ په اور کې سوځي، هره ورځ جنازې دي، ویرونه دي او ژړا ګانې دي؛ خو که چېرې موږ پخپله د دې مسایلو مخه و نه نیسو ټول ګران هېوادوال دې باور ولري چې نور یې مخه نه نیسي. تاسې په سوریه کې له کردانو سره د امریکا دوستي ولیده، ویې جنګول ویې جنګول او آخر یې په سپین میدان پرېښوول او ولسمشر ټرمپ ښکاره وویل چې موږ خو تر عمره د هغوی ملاتړ نه شو کولای؛ دا یې یو مثال دی. دا دی همدا تازه د ناټو هېوادو په غونډه کې افغانستان یو ځل بیا پر شا و ټپول شو، چې بیدار شئ موږ مو تر شا ولاړ یو، د دې معنا دا ده چې څومره کولای شئ، پخپلو کې سره ووژنئ، وسلې، مهمات او پیسې به موږ درکوو؛ خو پخپلو کې تاسې سره وژنئ، د ناټو دا ډاډ افغان حکومت ته و؛ خو بل لاس بیا وسله وال مخالفین پر شا ټپوي چې:

پام کوه وار دې خطا نشي

د ګلو لښته دې پر سر ولاړه یمه

موږ به نور هم سره ووژنو، نور به هم خپل هېواد وران کړو؛ خو لږ خو پر دې هم غور پکار دی چې ګټه یې چا ته رسېږي. دا بهرنی ملاتړ به مو لکه کردان پر داسې مهال پرېږدي، چې بیا د خپل یوه پل پلچک د جوړولو وس به هم نه لر، د یوه وران ویجاړ سرک د بیارغونې وس به هم نه لرو، بیا به ارمان کوو خو وخت به تېر وي او هر څه به مو له لاسه ورکړي وي.

نور راځئ چې دا د اقتدار نشه او خمار دواړه له سره لرې کړو، د خپل راتلونکي په باب فکر وکړو، د پردیتوب او پردي پالنې احساس هېر کړو، او د علامه اقبال په تعبیر خپلې «خودۍ» ته را وګرځو، هم اسلامي خودۍ ته، هم افغاني خودۍ ته، هغو چې تر پرونه د کمونیزم په رکاب کې منډې وکړې دې هېواد ته یې څه راوړل، دغسې دې پردیپال هم دا وسنجوي چې دوی به څه لاسته راوړي؟




t