هند او روسیه د ترهګرۍ خلاف همکاري سره کوي

هند او روسیه د ترهګرۍ خلاف همکاري سره کوي

په هندوستان کې د روسیې او هند د ګډې پوځي ناستې پر وخت دواړو لوریو د ترهګرۍ خلاف د یو بل د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ویلي: دا هوکړه د دواړو هیوادونو د لوړپوړو پوځي او امنیتي چارواکو د ګډ کمیسون د غونډې پر وخت شوې ده.

سرچینې د دغو هوکړو ډیر جزیات نه دي رسنیز کړي.

هند څه موده مخکې د امریکا د مزاحمت باوجود له روسیې څخه د ایس ۴ سوه قیمتي توغندیو د پیرلو تړون لاسلیک کړ.




t