یونان د کډوالو پر وړاندې خپل قوانین سختوي

یونان د کډوالو پر وړاندې خپل قوانین سختوي

د اروپایي ټولنې یو مهم هیواد، چې زیات پناه غوښتونکي ور روان وو، پر کډوالو د خپلو قیوداتو د سختولو کار پیل کړی.

یوناني چارواکو ویلي: هیواد مو نور د پناه غوښتونکو زغم نه لري، موږ خپل قوانین پرې سختوو څو کچه یې راکمه او موږ خپلو چارو ته سمه رسیده ګي وکړو.

ویل شوي، چې دا ګام اصلاً د ترکي پناه غوښتونکو پر وړاندې اخیستل شوی.

ترکیه د سوریې په شمال کې پر کردانو د بریدونو له کبله د اروپایي ټولنې د مختلفو هیوادونو له مختلفو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

یونان تمه لري، چې د قوانینو له سختیدو سره به اکثره ترکي پناه غوښتونکي خپل هيواد ته ستانه شي.



سيمه او نړۍ يونان هيواد، کډوالو
t