کامه: د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه انتظار خونې جوړې شوې

کامه: د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه انتظار خونې جوړې شوې

د کامې ولسوالۍ په دوو روغتیایي مرکزونو کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه انتظار خونې تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو مرکز وايي، د کامې ولسوالۍ په مختم بابا روغتون او د سنګر سرای په مرکزي روغتون کې د اووه، اووه میلیونه افغانیو په مالي لګښت پیوزانو لپاره دوه انتظار خونې تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل د یادو انتظار خونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل،د پیوزانو لپاره یادې انتظار خونې د کامې په مختم بابا او سنګر سرای روغتونونو کې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لورې د بنایي تصدۍ په تخنیکي همکارۍ د ۱۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړې شوي دي .

سرچینه وايي، هغه زیاته کړه، یادې انتظارخونې هر یوه په ۳۵۰ متره مربع مساحت ځمکه کې جوړې شوي، چې هره یوه یې په یو وخت کې د ۲۵۰ تنه نارینه او دوه سوه پنځوس ښځینه پیوزانو د ځاییدو ظرفیت لري .

ښاغلي میاخېل وویل:

«د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په ۸ روغتیایي مرکزونو کې یې انتظار خونې جوړي کړي،چې اوس مهال پیوزان په کې په سهولت سره د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره انتظار تېروي

د سنګر سرای جامع کلینک سرطبیب ډاکټر ارسلا عبدالرحیمزي د روغتیا پالو په استازۍ او د سیمې د خلکو په استازۍ قومي مشر ملک دل اغا د ننګرهار والي، بنایي تصدۍ، د عامې روغتیا مخکیني رئیس او ټولو هغه مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د یادو انتظار خونو په جوړیدو کې یې هلې ځلې وکړې .



بیارغوونه خبرونه کامه
t