ننګرهار: د محمد علي لونګین خان ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

ننګرهار: د محمد علي لونګین خان ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

په کامې ولسوالۍ کې د ۱۹ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د محمد علي لونګین خان ابتدائیه ښوونځي ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو مرکز وايي، د کامې ولسوالۍ کې د ۱۹ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د محمد علي لونګین خان په نوم د ابتدایه ښوونځي ودانۍ په درې پوړونو کې تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، یاده ودانۍ د ښار جوړونې وزارت له لورې د ۱۹ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شاوخوا یو کال په موده کې په درې پوړونو کې په درې زره پنځه سوه متره مربع ځمکه کې جوړه شوې ده .

هغه زیاته کړه:

«یاد ښوونځی اتلس درسي او اداري خونې او نور ضروي محلقات لري چې د ښوونځي مسؤلینو او د کامې خلکو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د یادې ودانۍ د ساتنې لارښوونه هم وکړه.»

د پوهنې رئیس حسيب الله شينواري وويل، چې د کامې محمد علي لونګين ابتدايه ښوونځي کې تر دې وړاندې شپږ سوه زده کوونکو تر خېمو لاندې زده کړې کولې چې د ودانۍ په جوړیدو سره یې په یاده برخه کې ستونزې حل شوې .

نوموړي د سیمې د خلکو څخه وغوښتل چې د پوهنې ادارې سره د مرستې او په دې اداره کې د ګډون په موخه د ښوونځي د ساتنې او پالنې لپاره ژر تر ژره ولسي شورا جوړه کړي .

ننګرهار ولايت ښار جوړونې رئیس عبدالباسط ساحل وويل، دغه ښوونځی د دوی تر څارنې لاندې په اساسي ډول جوړ شوی او په تخنیکي برخه کې کومې ستونزې نلري .

د یاد ښوونخي د ګټې اخیستنې وړاندې جوړې شوې غونډې ته ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ښوونکو ته لارښوونه وکړه چې زده کوونکو ته په ملي احساس فکري روزنه ورکړي،همدا راز یې ډاډ ورکړ چې د ښوونځي د ارتقا او یو شمیر نورو برخو کې به ورسره همکاري وکړي .

سرچینه وايي، د سیمې د خلکو په استازۍ سلیم ابراهیمي د استادانو د کمبود،ښوونځي د احاطې جوړولو او د ملازمینو په ګمارنه کې د مرستې غوښتنه وکړه چې د مسؤلینو له لورې د امکاناتو په صورت کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.



بیارغوونه ښوونځي جوړول
t