ولسمشر د کرکټ بورډ لپاره وړ او د کار مشر لټوي !

ولسمشر د کرکټ بورډ لپاره وړ او د کار مشر لټوي !

زما شخصي او نیمه رسمي معلومات دا دي چې ولسمشر غني اوس د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ لپاره په یو داسې مشر پسې ګرځي چې د کرکټ او کار سړی وي؛ تر ټولو مهمه یې دا چې وايي باید خپله کاري دوره پوره کړي. ولسمشر غني خو په کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ کې سیاسي او ملکي اشخاص دواړه وازمایل، دا وار دې لطفآ داسې یو کس مشر کړي چې د کرکټ او د کرکټ د داخلي او بهرني سیاست په سر او بیخ پوه وي. افغان کرکټ او نړیوال کرکټ باندې یې سر خلاص وي او د سپورت په دپلوماسۍ اګاه وي. تر ټولو مهمه یې دا چې د کرکټ د ودې لپاره لنډ او اوږده پلانونه ولري، داسې پلانونه چې عملي یې کړی شئ او عملي وي. په تېرو څو کلونو کې د کرکټ بورد پر “څوکیو قمار وهل شوی او د کرکټ او ولس هیلې په کې دو شوي” دي. زموږ یو ملګری وايي: “ولسمشر په همدې هم نه بخښم چې د افغانستان کرکټ دا مهمه اداره یې د سیاسي جوړجاړیو قرباني کړې ده. ” خدای دې وکړي چې بیا داسې ونشي.

هند تازه د دغه هېواد د ملي ټيم یو پخوانی کپتان ګنګولي د بورد مشر وټاکه. زمبابوې هم د خپل ټيم مخکنی کپتان مسکازاده د بورد مشر وټاکه. د پاکستان د کرکټ بورد اوسنی مشر احسان ماني دی چې د کرکټ د نړیوالې شورا د ماليې برخې مخکنی مسول او د کرکټ د پرمختګ په پلان جوړونې کې یې لوی لاس و. دی د کرکټ د پرمختګ یو پلانر دی. د سریلانکا د بورد مشر د دغه هېواد د پارلمان یو مهم غړی شامي سلوا دی. هغه د کولمبو د کرکټ مخکنی کپتان هم و چې د ملي ټيم یو شمېر لوبغاړو یې ترلاس لاندې لوبې کړي دي او په کرکټ او د کرکټ په سیاست پوه دی. د بنګله دېش د کرکټ بورد اوسنی مشر نظم الحسن د اسیا د کرکټ د شورا پخوانی رئیس دی او د کرکټ په سر او بیخ پوهیږي.

ولسمشر دې دا وار له سیاستوالو، د ارګ او نورو حکومتي مامورانو او پخوانیو ازمایل شویو څخه تېر شي او په کرکټ پوه یو کس دې راولي. زه د چا نوم نه اخلم خو د ملي ټيم په ځينو مخکنیو لوبغاړو کې یې ځينې شته چې دا چپنه یې پر تن برابره ده. راځئ یو چانس دوی ته هم ورکړئ. که دوی ته یې نه ورکوئ، د پاکستان، بنګله دېش، او سریلانکا د مشرانو په سویه یو کس راولئ، دوی مو د کرکټ سیالان دي. کرکټ د افغانستان د ولسونو د پيوستون سمبول، د ملت جوړونې او تاوتریخوالي د مخنیوي او کمولو لویه وسیله ده. دا باید د سیاسي جوړجاړیو د قربانۍ پسه نه وي.

جعفر هاند



بورډ ولسمشر کرکټ
t