د ماهیپر بریښنا فابریکه په اساسي ډول ورغول شوه

د ماهیپر بریښنا فابریکه په اساسي ډول ورغول شوه

د ماهیپر برښنا تولید فابریکې د لومړي ټوربین جنراټور، چې له بنسټ ایښودو راهیسې په اساسي ډول نه ؤ رغول شوی ددې فابریکې فني او تخنیکي انجنیرانو لخوا په اساسي ډول ورغول شو او چارې یې بشپړ شوې.
د بریښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې د یاد ټوربین جنراټور رغونو چارو کې لاندې موارد شامل دي:
۱ : د برنجي رینګ او جبې بدلول.
۲ : د دوو دانو رینګونو بدلول.
۳ : په لاندیني رینګ کې د نوي فیسینګ پلیټ ځای پر ځای کول.
۴ : د فابریکې په کانال کې د اوبو یو واټرپمپ ځای پر ځای کول.
۵: د لومړي ټوربین ویکیټ ګیټ کې د ۴۰ حلقو رینګونو ځای پر ځای کول.
۶ : د کمپریسورونو ترمیمول یا رغول.
۷ : د لومړي، دویم او درېیم جنراټور د سړو اوبو سیسټم ټولو والونو رغول.
۸ : د یو شمیر نورو اړوند پرزو رغول او بدلول.
د یادې بنسټیزې رغونې سره به د ټوربین جنراټور په سم او لوړ کیفیت برښنا تولید کړي.




t