افغانستان بانک او لویه څارنوالي د پیسو وینځلو خلاف ګډه مبارزه کوي

افغانستان بانک او لویه څارنوالي د پیسو وینځلو خلاف ګډه مبارزه کوي

د افغانستان بانک او د لویې څارنوالۍ تر منځ د پیسو وینځلو، له تروریزم د ملاتړ او نورو جرایمو سره د مبارزې په برخه کې د اطلاعاتو او معلوماتو د شریکولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
په هغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال واحدالله نوشېر د دې هوکړه لیک د ارزښت او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
نوموړي یاد هوکړه لیک د پیسو وینځلو،له تروریزم څخه د ملاتړ او نورو جرایمو سره د مبارزې په برخه کې د خورا ارزښت وړ یاد کړ.
په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال خواجه عبدالحق احمدي هم د یاد هوکړه لیک لاسلیک د لویې څارنوالۍ او د افغانستان بانک تر منځ د اطلاعاتو او معلوماتو د شریکولو په برخه کې ګټور یاد کړ.
نوموړي یادونه وکړه، که څه هم له دې وړاندې د افغانستان بانک او لویې څارنوالۍ په دې برخو کې همکاري درلوده، خو د دې ډول هوکړه لیکونو په لاسلیک سره به په دې برخه د یادو ادارو تر منځ همکارۍ لا زیاتې شي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل، لویې څارنوالي له یو شمېر نورو ادارو سره هم دا ډول هوکړه لیکونه لاسلیک کړيچې غوره لاسته راوړنې لري.
باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د مالي راپورونو او معاملاتو د شننې مرکز لوی آمر نثار احمد یوسفزي د یاد هوکړه لیک په ماهیت خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو ته یې په دې اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
یوسفزي زیاته کړه چې د لویې څارنوالۍ سره د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره به په تخنیکي برخو کې همکارۍ لا زیاتې شي او په ښه ډول د پیسو وینځلو، له ترویزم څخه د ملاتړ او نورو مالي جرایمو په برخه کې مبارزه وشي.




t