له کمیسونه تازه حال! سید خالد سادات

له کمیسونه تازه حال! سید خالد سادات

نن د ټاکنو خپلواک کمیسون د درملوګ کمپنۍ څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په اړه خبري کنفرانس درلود. زه هم لاړم، بلاخره څلورنیمې بجې د کمیسون کمشنر اورنګزیب صيب د درملوګ کمپنۍ نهايي ارقام او هغه ډیټا چې عمومی سرور ته انتقال شوې وړاندې کړه. د کمشنر صیب خبرو له مخې د ټولو رایو یو میلون نهه لکه نهه ويشت زره او درې سوه دری دیرش ۱۹۲۹۳۳۳ څخه یې یو ميلون اته لکه دری څلويښت زره یو سل اوه ۱۸۴۷۱۰۷ رايې د اعتماد وړ دي. باقي څه د پاسه شپږ اتیا زره رایې د اعتبار وړ ندي چې د انتخاباتو کمیسون به یی د رایو د ابطال طرزالعمل له مخې پرې کار وکړي او د اسنادو مطابق یی باید باطل اعلان کړي.
جالبه خبره دا ده چې د همګرایۍ ټیم له لوري ټاکنو کمیسون څخه د یولک اوه دیرش زره رایو د ابطال غوښتنه کړې پداسې حال کې چې هیڅ ټاکنيز ټیم نه شي کولای د ټاکنو قانون لسمې مادې مطابق په ټاکنيزو چارو مداخله وکړي. درملوګ کمپنۍ د ټاکنون کمیسون ته پخپل راپور کې ذکر کړې چې څه دپاسه یولک او اوه دیرش زره رايې د مختلفو محلونو څخه پداسې حال کې راغلي چې لمړی د ټاکنو په ورځ بایومتریک دستګاه روښانه شوې او کارمندانو یې تش ریزلټ شیټ سرور ته لیږلي. بیا چې کله د ټاکنو پروسه پیل شوې د ټاکنو کمیسون کارمندانو د همدې محلونو احتياطي بایومتریک دستګاه ګانو څخه کار اخیستی او د ورځې پای کې یې ډک ریزلټ شیټونه د عینې محلونو څخه سرور ته انتقال کړي. درملوګ کمپنۍ لیکي چې دویم ځلی راغلي ریزلټ شیټونه د شفافيت له اړخه هیڅ ستونزه نلري او ډیټا یی سرور ته انتقال شوه. نوموړي کمپنۍ ټاکنو کمیسون ته د پورته مسلې په باب داسې لیکي
( the second result sheets were checked and are in absolute accordance with the voting process)
خبره بیخي روښانه ده. همګرایانو د تقلب سره سره اوه لکه شپږ اتیا زره رایې وړې دي. بایومتریک شوې رایې یې د رایو ارقام تر شپږ لکو راښکته کوي او ۱+۵۰ رایې پوره کول ورته اوس یوازې یو خیال پاتې. همګرایانو توقع درلوده چې کميسون به تر پنځو لکو رایې بې اعتباره اعلان کړي او پدې توګه به د ټاکنو دویم پړاو حتمي شي، خو داسې ونه شول او د شپږ اتیا زرو رایو بې اعتباره کیدو اعلان سره د همګرایانو خوبونه غلط تعبیر شول. د خبري کنفرانس پای ته رسیدو سره سم د همګرایۍ ټیم نماینده ګانو د زیاتې وارخطايۍ له وجهې مطبوعاتو سره د مرکو ورکول له یاده ووتل او د توطیو جوړولو په پار مخ په ښار مرش شول. مونږ پوهيږو ماتې خوړل سخت کار دی، له فیشنې او ارایش شوي ژونده لاس اخیستل لکه د مرګ زیری دی نو ځکه همګرایانو دا ځل د درملوګ کمپنۍ بهانه نیولې. دا څلورمه توطيه شوه چې همګرایان یې پر لاره اچوي. لمړی یی د ملی امنیتی ځواکونو او CRU بدنامولو پسې راوخیسته چا یې چې ورته د غلاګانو ماشينونه تباه کړي، بیا یی د بایومتریګ دستګاه ګانو د اتاق قلف ماتولو ډنډوره وغږوله چې د درملوګ شرکت له لوري په دستګاه ګانو د هیڅ رنګه مداخلې صورت نه نیول جواب یې خوله کې لاړې ور وچې کړې، بیا یې د دارلانشا ریس او معاون پسې راواخيسته کله یې چې هيڅ سند ونه مونده نو تش لاس پاتې شول او اوس یې دا دی د رایو ابطال پسې را اخیستې او د کمیسون په چارو کې بربنډه مداخله کوي. مطلب دا چې همګرایانو ته نور نه د بهانې چانس ورپاتې او نه جان کيري نور د بهرنیو چارو وزیر پاتې چې همګرایان وژغوري او داسې غالمغال یې جوړ کړی لکه د خپلې حلالې چاقو یې چې اوبو کې لیدلی وی.




t