کندهار: د ۹ وژونکوناروغيو دمخنيوي په موخه دواکسين کمپاين پيل سو

کندهار: د ۹ وژونکوناروغيو دمخنيوي په موخه دواکسين کمپاين پيل سو

دا کمپاين په لومړي ځل د کندهار ښار په ګډون په تخته پل، پنجوايي، ژړۍ، سپين بولدک، ارغنداب، دامان او ډنډ ولسواليو کي پیلېږي، چي څلور دورې لري او هره دوره ۲۰ ورځي کار کوي.

د عامي روغتيا رياست او د کندهار ولايت مقام له خلکو او کورنيو غواړي، چي خپل تر پنځو کالو کم عمره کوچنيان واکسين کړي، څو په راتلونکي کي يې روغتيا ډاډمنه وي.

د شنبې په ورځ د کندهار د عامي روغتيا رياست له لوري د کتلوي معافيت په چوکاټ کي د ساري او وژونکو ناروغيو د مخنيوي په موخه د پنځو کالو د کم عمره کوچنيانو لپاره د واکسين کمپاين پيل سو.

د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، د واکسين په دغه نهه ډوله کي بېله سيل ناروغۍ څخه نور د ټولو ناروغيو د مخنيوي په برخه کي له کوچنيانو سره مرسته کوي او خوندي يې ساتي.

مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل، ولايت مقام د واکسين په ټولو پروګرامونو کي د پوهني، علماوو شورا، مدني ټولنو، رسنيو او نورو اړوند ارګانونو غواړي، چي د خلکو د عامه پوهاوي په زياتوالي او پياوړتيا کي همکاري وکړي.

ښاغلي منيب زياته کړه، چي ولايتي اداره دې ته ژمنه ده، څو په کندهار کي د پوليو پېښي په بشپړ ډول له منځه يوسي او د روغتيا په برخه کي يو ډاډمنه ټولنه رامنځ ته کړي.

ديني عالمانو له خلکو وغوښته، څو د کوچنيانو د ساري ناروغيو د مخنيوي په موخه خپل ټول تر پنځو کالو کم عمره کوچنيان واکسين کړي، ځکه دا يو حلال روغتيايي مواد دي، چي د ناروغيو د مخنيوي په موخه د کوچنيانو معافيتي سيسټم پياوړی کوي.

دوی ټينګار کوي، چي د کوچنيانو روغتيا د کورنۍ پر غړو فرض ده، څو هر وخت يې صحت ته پاملرنه وکړي او د راتلونکي لپاره يې په هره برخه کي ښه کار وکړي.

د کندهار د عامي روغتيا رياست له لوري د پوليو يا فلج د ناروغۍ د مخنيوي په موخه ټول پروګرامونه په کندهار ښار او ولسواليو کي د کوچنيانو لپاره ګټور تمام سوي دي، دا دئ اوس تازه دمه د عامي روغتيا رياست د ژمي د رارسېدو سره سم د کوچنيانو د ساري او وژونکو ناروغيو د مخنيوي په موخه ۹ ډوله واکسين پيل کړ.

 




t