عزيزي بانک د افغانستان او ويسټ انډيز سياليو د سرليک مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

عزيزي بانک د افغانستان او ويسټ انډيز سياليو د سرليک مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

عزیزي بانک، د افغانستان په کوربه توب په هندوستان کې د ملي لوبډلې او ويسټ انډيز لوبډلې ترمنځ سیالیو لپاره د سرليک عمومي ملاتړ کوونکي (ټايټل سپانسرشپ) حقوق ترلاسه کړل چې په اړوند یې نن د کرکټ بورډ او عزيزي بانک ترمنځ تړون لاسليک شو.

د دغه تړون له مخې به د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او يوازينۍ ټېسټ لوبه د (عزيزي بانک جام) تر سرليک لاندې ترسره شي.

د دغه تړون د لاسليک پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ استارو له عزيزي بانک مننه وکړه چې تل يې له کرکټ بورډ سره خپله همکاري دوامداره ساتلې ده.

همدارنګه د عزيزي بانک مسوولينو هم وويل، دوی وياړي چې د دغه سياليو د سرليک حقوق ترلاسه کوي. دوی همدا راز د خپلې همکارۍ د دوامداره ساتلو ژمنه هم وکړه.

د يادولو ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز سيالۍ د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال د نومبر په ۶مه نېټه پیلېږي چې د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.




t