هلمند کې د لېمو وده

هلمند کې د لېمو وده

د هلمند په ولایت کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوي او دا مهال مخ پر وده روان دي.

د هلمندولایت د کرنې ادارې د څېړنو له مخې د هلمند خاوره اوبه او هوا د لیمو ونو د پالنې او روزنې ته مناسبه دي ، په همدې موخه دا اداره په پام کې لري چې د کوکنارو د ښه بدیل په توګه د یادو مېوو بڼونه ځمکوالو ته ور وپېژني او ترویج یې کړي.

د لیمو دغه بڼ چې خوندوره میوه یې نیولې ده ، د نادعلي په ولسوالۍ کې یوتن بڼوال جوړ کړی دی چې همدا اوس یې ډېر ښه حاصلات ورکړي دي.

کرنې ادارې لخوا تیر کال د نمونې په ډول نږدې ۵ جریبه ځمکه کې په توافقي ډول د لیمو بڼونه جوړ شوي دي چې ښه پایله یې ورکړې ده.

سږکال هم ددې ولایت بزګرو ته په ۱۰ جریبه ځمکه کې د لیمو نوي بڼونه جوړیږي.

سيد رفيع الله قلم




t