د درد اراموونکو درملو ډېر کارول مو بډوډي زیانمنوي

د درد اراموونکو درملو ډېر کارول مو بډوډي زیانمنوي

ډېر ښه او بد عادتونه شته چې زموږ د ژوند یوه برخه ګرځېدلي او پرېښودل یې سخت دي، خو که پوه شو چې ځینې بد عادتونه مو روغتیا ته زیان رسوي، نو بیا یې په اسانۍ سره پرېښودی شو. ورځني عادتونه مو پر روغتیا مستقیم اغېز لري. ډېری بد عادتونه چې موږ ارزښت نه ورکوو، زموږ اندامونو ته زیان رسوي او د بېلابېلو خطرناکو ناروغیو لامل کېږي.

د مسکنو او پړسوب ضد تابلېټونو ډېر خوراک ښايي ستاسو دردونه ارام کړي، خو په ورته وخت کې مو بډوډو ته زیان رسوي. دغه زیان هغه وخت یو پر دوه کېږي چې مخکې مو د بډوډو ناروغي تېره کړې وي او یا هم اوس ورسره لاس او ګرېوان وی.

د مسکنو او پړسوب ضد درملو کارول را کم کړئ او هېڅ وخت د ډاکټر له مشورې پرته دا ډول درمل مه خورئ.

د ډېرې مالګې او سودیم لرونکو خوراکي توکو خوړل د وينې فشار لوړوي چې په دې توګه پر بډوډو هم فشار ډېرېږي.

خوړو ته مو د زیاتې مالګې پر ځای د سبزیو او معطرو بوټو په وسیله خوند او رنګ ورکړئ. د وخت په تېرېدو سره په اسانۍ کولی شی چې په خوړو کې له کمې مالګې سره عادت شی.

حسیب الرحمن نورمل



درمل نورمل
t