ننګرهار: د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

ننګرهار: د لمريزې برېښنا په وسيله د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

په نازیانو کې د څه باندې ۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې شبکه جوړه شوه .

د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا ریاست له لورې د یو نیسف په څلور میلیونه پنځه دوه دیرش زره اته سوه څلور اتیا افغانیو په مالي لګښت د دې ولایت د نازیانو ولسوالۍ د زره لنډۍ لوخۍ په کلي کې د لمریزې برېښنا په وسیله د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه شوه چې په یو وخت ترې ۳ سوه کورنۍ ګټه اخلي .

نازیان د ننګرهار د هغه ولسوالیو څخه شمیر کیږي چې یو شمیر سیمو کې یې خلک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزې سره مخامخ دي .




t