غزل – عصمت الله صالح

غزل – عصمت الله صالح

ستا پر مستۍ، زما پر شېخۍ د خلکو شور نه و؟
په محبت کې دې آشنا عجیبه زور نه و!؟

د هغې ګونګې شپې کاڼه خوب که تعبیر لرلی،
په هغه شپه به زړه د هر سړي نسکور نه و!؟

ما چې خندل درته، تا بوڅې شونډې ونیولې،
که دا پېغور نه و، نو دا څنګه پېغور نه و!؟

تر ناڅرګند محبت لاندې څه نادره کیسه!
څه یو شډل — پډل داستان د خور او ورور نه و؟

مثلاً زما یوه اشتباه که بښل شوې وای،
مثلاً ستا ژوند به تر نن ورځې سمسور نه و؟

عصمته رُخ یې په بلها سترګو کې رسم نه و؟
ها سپین ګرېوان یې هم په تورو ګوتو تور نه و!؟



ادب غزل
t