دا کیسه په لوستلو ارزي !!

دا کیسه په لوستلو ارزي !!

کله، چې په نوح (ع) د الله (ج) له لوري د کشتۍ جوړولو امر وشو، نوح (ع) ډير په مينه او اخلاص خپل کار پيل کړ.

دنوح ع قوم چې کله خبر شو، چې نوح ع کشتۍ جوړوي، راغله د نوح (ع) نه يې پوښتنه وکړه، چې بيا دې څه ډرامه پيل کړې ؟

نوح ع وويل کشتۍ جوړوم،

ټولو وخندل چې ته ليونى يې عصاب دې خراب دي، موږ له تندې مرو، اوته په دې وچ ډاګ کې کشتۍ جوړوې.

نوح ع وويل تاسو نه پوهيږئ، اوس هم سر وخت دى، راځئ له خپلو بدو اعمالو توبه وباسئ، له الله (ج) سره شرک مه کوئ، غرق به شۍ، چايې خبره ونه منله،

نوح (ع) کشتۍ جوړه کړه، خو د نوح (ع) نا اهله قوم، به هره ورځ په کشتۍ کې خپل حاجت رفعه کاوه، وروسته له ډيرې مودې، چې ټوله کشتۍ دې نا اهله اوسر کښه قوم،

له خپلو غايته موادو ډکه کړه، ددوى په منځ کې يو ډول مرګوني جلدي ناروغي پيداشوه، چې څوک به پرې يو ځلې مبتلا شو، بيا به د رغيدلو نه وو،

يوه ورځ د دې قوم يو کس، چې په ياده ناروغۍ ککړ وو،

د قضاء حاجت لپاره کشتۍ ته ورغى، کله چې يې غوښتل خپل حاجت رفعه کړي، پښې يې ښويه شوې سر په پښو د کشتۍ منځ ته ولوېد، څو تيندکونه اوغوټې يې په کښې ووهلې، او په غايته موادو کې ليت پيت شو، څو ورځې وروسته ياد کس روغ رمټ شو، خلکو ترې وپوښتل، تا څه وکړه چې جوړ شوې،
ياد کس وويل زه د نوح کشتۍ ته ورولويدم، او په ګند کې غوټه شوم.

دا اوازه په قوم کې خپره شوه، ټولو هڅه کوله، چې له دې درملو بې برخې نه شي دکشتۍ مخ کې صفونه ودريدل.

په نوبت به يې دغه ګند کې غوټې وهلې، او الله ج به شفا ورکوله، په څو ورځوکې کشتۍ په بشپړ ډول له ګنده پاکه شوه، په لسګونو وارې وتوږل شوه، پريمنځل شوه، اوبه يې ټول قوم وڅښلې.

په دغه دوران کې نوح (ع) کور په کور ګرځيده، رڼې اوښکې به يې په سپينه ږيره راروانې وې، اودغه نا اهله قوم ته به يې ويل توبه وباسئ، الهي عذاب راروان دى، خو دوى به پرې ملنډې وهلې، چې ته ليونى يې ځه رنګ دې ورک شه.

بلاخره دالهي عذاب وخت راورسيد، باران پيل شو، نوح (ع) له خپلې کورنۍ او يارانو سره کشتۍ ته پورته شو.

د الله په قدرت ډول ډول حيوانات، خزنده ګان پرنده ګان او حشرات، کشتۍ ته راغله، دنوح (ع) له سترګو اوښکې راروانې وې، باران شيبه په شيبه زياتيده.

 د نوح ع زوى ترکشتۍ راغى، پلاريې ورته وويل، ضد مه کوه زويه، کشتۍ ته راپورته شه، خو نامنونکى زوى د سپينږيري پلار خبره ونه منله

سخت طوفان راپورته شو ، قوم غرق شو ، خو د نوح (ع) کشتۍ او سپاره رب العلمین وساتل.
بېشکه چې زموږ رب تر ټولو ستر ساتونکی او فناه کوونکی دی.

سيد رفيع الله قلم




t