د برياليتوب په وړاندي دا اتلس خنډونه وپېژنئ!

د برياليتوب په وړاندي دا اتلس خنډونه وپېژنئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

ډېر کله موږ برياليتوب ته پر لاره د ځینو خنډونو سره مخامخېږو، نو څه وکړو؟ له خپلو اهدافو پر شا سو؟ نه، هيڅکله نه. بلکي موږ کولای سو چي د دې ټول جريان په پېژندلو سره خپلو اهدافو ته يوه مناسبه او غوره لاره پيداکړو. همدارنګه برياليتوب هم د ټولو له پاره يوشان نه دئ؛ هر څوک هغه د خپلو معيارونو له مخي تعريفوي. نو لمړی بايد د ځانو له پاره برياليتوب تعريف او بيا هغه ته د رسېدو لاري او د لاري په اوږدو کي احتمالي خنډونه وپېژنو؛ د خنډونو پېژندل مو برياليتوب یقيني کوي.
د برياليتوب په وړاندي دا لاندي شل خنډونه ډېر عام دي:

بېره/وېره

بېره مو له هدفه پر شا کوي. که بېره ولرئ، خپلي هيلي او خوبونه به تعقيب او په رشتيا بدل نه کړای سئ. له بېري سره بايد مقابله وکړئ او وګورئ چي ولې ستاسي په وجود کي ځای نیولی دئ؛ علت ئې پيداکړئ او بيا ئې ورکه کړئ او خپلي موخي په پوره لېوالتيا سره تعقيب کړئ. پر بېره او وهم باندي غالبه کېدل په کار دي. د دغه مقصد له پاره، نوو او زرغونو منظرو ته تلل هغه څه دي چي برياليتوب شونی کوي. له څه شي وېره لرئ؟ پر کوم وهم باندي بايد غلبه پيداکړئ څو وکولای سئ خپلي موخي په لاس راوړئ؟ کله چي مو دغه بصيرت پيداکړ، ورپسې هغه کار وکړئ چي په خورا شدت ستاسي له وهم سره په ټکر کي دئ. په دې کار سره په صحيح مسير کي لمړی ګام آخلئ او پر وهم او بېري باندي غالبه کېږئ.

کارونه صرفنظر کول:

په کاري او تحصيلي ژوند کي زموږ د ناکامۍ يوازينی علت د کارونو/درسونو صرفنظر کول دي؛ موږ د هفتې کارونه د اوونۍ په آخره ورځ کوو او درسونه يوازي د امتحان په ورځ وايو. که همېشه توجيحات لټوو چي: ځه ژر خلاصېږي، اوس لا وخت سته، بيا بې د امتحان ورځو ته نژدې ووايم او… نو بايد تاسي ته ووايم، چي د کارونو صرفنظر کول زموږ د نابرياليتوب اصلي وجه ده چي بايد دوامداره نه سي.
بهانې لټول:
ستاسو د ناکاميو ملامتيا ستاسي خپله ده؛ ملامتيا ئې پر بل چا مه ور اچوئ. که مو غلطي کړې ده، ناسم انتخاب مو کړی دئ، بايد اعتراف وکړئ او د خپلو ناسمو انتخابونو له پاره توجيحات و نه لټوئ. موږ ټول غلطي کوو، خو په موږ کي بريالی شخص هغه څوک دئ، چي له خپلو غلطيو څخه ئې درس او پند واخیست او هغه ئې اصلاح کړې.

عزم او استقامت نه درلودل:

د هر برياليتوب له پاره عزم او استقامت لرل خورا مهم دي. څنګه چي د ملکيت په برخه کي درې ټکي ډېر ضروري دي چي هغوی: موقعيت، موقعيت، موقعيت دي، همداسي د هر برياليتوب له پاره هغه درې ټکي عبارت دي له: عزم، عزم او بيا هم عزم. بناً عزم ولرئ، او ژر مه تسليمېږئ.
پر منفي اړخونو باندي تمرکز کول:
موږ هر يو په خپل ژوند کي بلها زياتي منفي او مثبتي تجربې لرو؛ ښايي تر منفي مو مثبتي تجربې زياتي هم وي. نو که غواړو چي يو بريالی ژوند ولرو، موږ ته بويه چي منفي نقاطو له تمرکزه پرهېز وکړو. ځکه دا کار ددې سبب کېږي، چي هیڅکله له ځانه رضايت و نه لرو او بالاخره مو هم د يوه ناکام او ماتي خوړلي فرد په رقم ښکارېږو.

نا امني:

کمزوري او ټنبلان انسانان ځکه په خپلو کارو کي پرمختګ نه سي کولای، چي دوئ د ناامنۍ احساس لري. دغه ډله افراد له ځانو څخه وړتيا نه ښيي ځکه چي علاقمندي او تمايل نه لري او کېدای سي دا کار د دوئ د نابرياليتوب له لاملونو څخه يو وي. دلته بېره/وېره مراد نه ده، پر ځانو د باور او اعتماد نستوالی مراد دئ. د مثال په توګه، په يوه عرصه کي د کافي تجربې نه درلودل کولای سي چي په فرد کي پر ځان د بې باورۍ احساس را پيداکړي.

د آسانو لارو انتخابول:

په دې پوهېدل لازمي دي، چي برياليتوب همېشه يو ستونزمن مسير تر شا پرېښوول نه دي. پر دغي خبري سربېره، دا پوهېدل هم په کار دي، چي بريالي کسان همېشه آسانه لاري هم نه انتخابوي. همدارنګه کله چي غواړو له خپل مسيره خنډونه لېري کړو، بايد پوه سو چي څنګه په خپلو کمو امکاناتو او لږو محدوديتونو سره مخ په وړاندي ولاړ سو. بناً کله چي مو له خپلو وړتياوو اعظمي ګټه پورته کړه؛ دا خپله برياليتوب دئ

ملګري او دوستان:

کېدای سي تاسي په خپلو ځانو کي بې ساري استعدادونه او جوهرونه ولرئ، خو آيا ستاسي ملګري او دوستان ستاسي سره په دغه برخه کي همکار دي؟ هغوی ستاسي برياليتوب که نابرياليتوب غواړي، او که بې تفاوته دي؟ بايد پوه سئ چي اهدافو ته د رسېدو په برخه کي، ستاسي ملګري او دوستان خورا مثبت او منفي اغېز لرلای سي. که تاسي ښه دوستان او ملګري انتخاب کړي وي، او هغوی هم په تاسي کي سته بالقوه استعدادونو او جوهرونو ته متوجه سوي وي، دغه دوستان مو له لاري خنډونه لېري کوي، خو برعکس، که مو داسي دوستان او ملګري انتخاب کړي وي، چي هغوی په تاسي کي سته جوهرونه نه سي ليدلای؛ دوئ ستاسي استعدادونه وژني او اهدافو ته د رسېدو په لاره کي درته خنډ جوړېږي. بناً د ملګرو او دوستانو په انتخابولو کي دقت وکړئ.

بدبیني او نهیلي:

په زړه پوري خو دا ده، چي که باور ولرو، هرڅه ته رسېدلای سو. همدارنګه بايد پوه سو چي زموږ افکار زموږ راتلونکی جوړوي. له ځانه وپوښتئ چي څه ډول افکار له ځانه لېږدول غواړئ؛ آیا خوشبين ياست که بدبين؟ که په دې فکر ياست چي هدف ته نه سئ رسېدلای؛ نه رسېږئ. په ځان کي د بدبينۍ پر ځای د خوشبينۍ قوه پياوړې کړئ؛ او تل داسي وانګېرئ چي تاسي کولای سئ.
له مسؤليته تېښته کول:
موږ ټول د خپلو انتخابونو مسؤل يوو؛ يا خو به خپل انتخاب منو او يا به ئې ردوو. خو يو وخت بې خامخا قبلوو (او دا به هغه وخت وي، چي کله ځواک حاصلوو) او د برياليتوب پر لوري ګام آخلو. بناً له مسؤليته مه تښتئ.

د سرچينو کموالی:

دا به څونه منطقي وي، چي يو انسان دي برياليتوب ته د رسېدو په لاره کي د ټولو لازمو وړتياوو (تفکر، تعقل، جسمي او رواني روغتيا او…) باوجود، د انسان له کنټروله دباندي څو لاملونو په خاطر له وړاندي تګ څخه پاته سي. د مالي سرچينو نستوالی او يا له کورنۍ څخه د ساتني په پلمه د کافي وخت نه درلودل کېدای سي ستاسو د برياليتوب اصلي قاتلان اوسي. بايد پوه سو چي وخت بدلېږي؛ نظام بدلېږي او هرڅه بدلېږي. که ته نن غريب يې، سبا شايد نه يې. دا زړه ته تېره کړئ، چي د انسان غوښتني د حالاتو او شرايطو سره تغيرېږي، او ځانونه له حالاتو او شرايطو سره عيارول د برياليتوب يو لوی مقياس باله سي.

ځان تحقيرول:

ډېر کله موږ پر نه څه ځانونه تحقيروو؛ که يوه جزي غلطي مو وکړه، هم ځانونه رټو، که له هدفه پاته سوو، هم ځانونه تحقيروو او په ټوله کي د ځان په اړ بد او منفي احساس لرو. موږ بايد زده کړو چي څنګه ځانونه له بحرانه را وباسو؛ دغه مسله مو برياليتوب ته رسوي. کېدای سي تاسي به له ځينو موضوعاتو زورېږئ، او تاسي به ناراحته کوي، خو بايد زده کړئ چي څنګه په يوه ښه طريقه سره خپل احساسات څرګند کړئ.او دا مه هېروئ چي منفي افکار مو وخت او انرژي دواړه سلبوي.
د وخت تېر له پاره د نامناسبو اشخاصو ټاکل:
زموږ د برياليتوب په وړاندي يو بل رایج خنډ د نامناسبو اشخاص ټاکل دي؛ موږ نه ګورو، چي د وخت تېرولو له پاره مو د څنګه کسانو سره ناسته پاسته او راسه درسه ده. بناً له داسي اشخاصو سره مو وخت تېر کړئ، چي پر تاسو فشار راوړي، تشويقوي مو، او برياليتوب ته مو سوق کوي.

شا ته نه کتل:

هرکله چي له هدفه پر شا راځئ، برياليتوب مو ستونزمن کېږي، نو يو ګام شا ته وآخلئ او وګورئ چي ستونزه چېري ده. که ستونزه ستاسو په دوستانو کي وي، چي هغوی درسره همکاري نه کوي، او که پر ځان باندي ستاسو کمزوری اعتماد وي، دقت وکړئ چي له فرصتونو څخه اعظمي ګټه وآخلئ او برياليتوب ترلاسه کړئ.

يوازي د ځان اړتياوي مدنظر نيول:

موږ ځکه ډېر وختونه ناکام يو، چي يوازي مو خپلي اړتياوي په پام کي نيولي وي. د نورو حقوق پايمالول او له دغي لاري برياليتوب حاصلول، برياليتوب نه دئ. بلکي په ژوند کي د برياليتوب غوره تګلاره د نورو سره مرسته کول دي.

بې هدفه ژوندکول:

هر عاقل انسان ته بويه چي د ژوند په وړاندي د مسؤليت احساس وکړي او د ځان له پاره په ژوند کي اهداف وټاکي. هر انسان بايد د خپلي هري ورځي له پاره پلان او موخي ولري؛ څو کولای سي چي لوړو اهدافو ته ورسېږي. بې موخي ژوند کول په يوه وتلې بديا کي د لالهانده ګرځېدو په معنی دئ

کافي بصيرت او درايت نه درلودل:

کابو ټول بريالي اشخاص کلونه او مياشتي وړاندي د خپل برياليتوب څرک لګولای سي. دوئ د خپلي پوهي او تجربې له مخي، د مخ پر وړاندي تللو او خپل برياليتوب يقيني کولو وړتيا لري. بناً کافي پوهه نه لرل مو د برياليتوب په وړاندي جدی خنډ باله سي.

تسليمېدل:

تسليمېدل او لاس آخیستل د برياليتوب په وړاندي يو بل جدی خنډ دئ. کله چي له يوه خنډ سره مخامخېږئ، مه تسليمېږئ، بلکي خپل ان تمام کړئ. بريالي افراد هيڅکله نه تسليمېږي؛ بلکي موخي ته د رسېدو له پاره ځانونه ژمن او مسؤل ګڼي.
تر سوال جواب بهتر ګڼل:
ډېری کسان جواب تر سوال بهتر ګڼي خو زه سؤال ورباندي بهتر ګڼم؛ دا ځکه چي تر ډېره د زيات فهم او درک سبب کېږي. بلخوا، ډېر خلک له تېروتني سره حساسيت لري، خو زه وايم چي تېروتنه کول ښه دي؛ دا ځکه چي له تېروتنو او بيا د هغو په وړاندي غبرګون ښوولو څخه ډېر څه زده کوو. همدارنګه ډېر خلک له درده کرکه کوي او ښه ئې نه بولي، خو زه وایم چي همدا درد دئ چي انسان پياوړی کوي



بریالیتوب معلوماتي ژباړه
t