د جان ابراهیم کومیډي فلمونه کي رول لوبول خوښیږي

د جان ابراهیم کومیډي فلمونه کي رول لوبول خوښیږي

د بالیووډ د نوموتی او وتلی سېنمايي ستوری جان ابراهیم کومیډي فلمونو کي رول لوبول او کومیډي فلمونه جوړول دېر خوښیږي. هندي رسنۍ اې ټایمز د جان ابراهیم له قوله لیکلي، چي نوموړی ویلي دي، کومیډي فلمونه کي رول لوبول يي ډېر خوښیږي او د هغه را روان فلم هم کومیډي فلم دي.

جان ابراهیم چي په یو شمېر کوميډي فلمونو کي يي کار کړي وايي، کوميډي فلمونه يي خوښیږي او له همدي آمله کوميډن فلمونو کي کار کوي، هندي رسنۍ اې ټایمزد نوموړی د را روان فلم په هکله هم معلومات خپاره کړي دي، د نوموړی را راوان فلم (Pagalpanti) نومیږي او یو مکمل کومیډي فلم دي، چي د نوموړی تر څنګ به د بالیووډ نوموتی ستوری انیل کپور هم رول ولوبوي.

دا چي په اوس وخت کي د بالیووډ مینه وال او د فلم ګتونکی د سیاست او جکړي ستړي دي نو هغوي هم تمه لري د خوښي ستوری يي په کومیډي فلمونو کي ولوبیږي، تر څو د هغوي لپاره یو څو د خندا ډکي شيبې رامنځته کړي. جان ابراهیم یوازنی لوبغاړی نه دی چي کومیډي فلمونه جوړوي، د بالیووډ نورو ستوري لکه اکشی کومار، وارثي، ابیشیک بچن او یو شمېر نورو هم کومیډي فلمونه ته مخه کړي ده.

د نوموړی را روان فلم پاګل پانتي فلمم یو مکمل کومیډي فلم دي.

پاته دي نه وي، چي نوموړی مخکي له دې د بالیووډ د وتلی ستوری اکشی کومار سره په ( هوز فول) فلمونه کي کار کړي دي، چي د نوموړی هغه فلمونه ډېر کامیاب سوه او د مینه والو يي ډېر خوښ هم سوه. کیداي سي همدا لامل وي د هغه هم کومیډي فلمونه د خوښي وړ او په کي خپل رول لا زیاتول غواړي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t