د افغانستان او المان ترمنځ د دوامداره همکارۍ لپاره ۶.۲ میلیارده افغانیو ژمنه

د افغانستان او المان ترمنځ د دوامداره همکارۍ لپاره ۶.۲ میلیارده افغانیو ژمنه

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، تېره ورځ، د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار محمد همایون قیومي د المان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت مرستیال (BMZ) ښاغلي مارټین جیګر، سره یوځای افغانستان سره د المان دوامداره ملاتړ تصدیق کړ.

سرچینه وايي، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په پای کې، د المان دولت د المان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت له لارې د افغانستان – المان همکارۍ د پروژو لپاره به ۶.۲ میلیارده افغانۍ (۷۲ میلیونه یورو) اضافه مرسته وکړي، چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې به ټولټال ژمنه شوې مرسته ۱۸.۱ میلیارده افغانیو (۲۱۱ میلیونه یورو) ته ورسېږي.



افغانستان المان ژمنه
t