د متن تر شا د فلسفي مفهوم ځایول

د متن تر شا د فلسفي مفهوم ځایول

لیکوالي خپله یو ځانګړی خوندور خو سخت او مغلق هنر دی او متن د همدې هنر د روح په توګه دومره مهم او ضروري دی چې د ټولې لېکوالۍ فایده او افاده د متن په لیکلو پورې اړوند کېږي، په هر صورت د متن او لیکوالۍ تر تعریفاتو،پس منظر، اړیکو او نورو خبرو ورتېر غواړم د متن تر شا د مفاهیمو او مطالبو پر ځای کولو بحث وکړم.

یو متن دوه ډوله مفهوم او معنی وړاندې کولای شي؛ اول خپله د الفاظو خالصه، روغ او مروجه معنی؛ دوهم د الفاظو د مروجه معنی ور اخوا دویمي معنی چې دغه دويمه معنی هم په عام ډول په دوو شکلونو صورت نیسي.

۱- د بلاغت د علومو( ادبي فنونو) څخه پ استفادې د نادرو تشبې ګانو، استعارو،کنایوو، علامتونو، بدیعي صنایعو د استعمال او راوړلو له لارې.
۲- د متن ترشا یوه فلسفي معنی ځایه کول چې دا کار په خپل اصل او کمَاحقهُ شکل تر سره کول خورا ګران کار دی؛دا کار هله کیدای شي یو لیکوال د فلسفي فکر سره سره د ټولو پېښو او پدیدو په اړه د تعمُق او ژرف بینۍ الهامي ځواک پراخه علم،ژوره او دقیقه مطالعه ولري.

غواړم هغه چا ته چې په ابتداي ډول غواړي د متن تر شا یې فلسفي معنی وځلېږي ځینې سپارښتنې ولرم.

۱- هر لیکوال چې غواړي د متن تر شا یې فلسفي معنی وځلېږي په لومړي قدم کې باید د فلسفې له مبادیو، اساساتو او او اړنده ابتدایی مسایلو خبر وي.

۲-دا چې لیکوال باید د هغو لیکوال اثار ولولي چې لیکنې او شعرونه یې فلسفي روح ولري لکه د دري او اردو علامه اقبال او زمونږ الفت صیب.

۳- لیکوال باید د دین دحساسو مسایلوخبر وي هسې نه چې د فلسفي لوړو ژورو د هموارولو سره د جهنم ژورو ته ونه رسېږي.

۴- د فلسفي ربړې د جروبحث او د هرفلسفي مفهوم د وړاندې کولو لپاره یو منطقي،مدلل استدلال او جواب ګوي ته ضرورت دی لهاذا لیکوال ته ضروري ده چې د منطق له علم او یا لاقل د منطق له ضروري مسایلو خبر وي.

۵- لیکوال باید د فلسفي انداز سره د غوره معنی د وړاندې کولو لپاره د معنی له ګرامر (معاني) سره بشپړه بلدتیا ولري تر څو یې د الفاظو د دوهمي معنی د وړاندې کولو پر وخت له غلطۍ وژغوري.

۶- لیکوال باید د ژبې له ګرامر بشپړ واقف او باخبره وي او که څوک په دې برخه کې ستونزې لري ساده لیکنه یې هم خپل ارزښت او رونق له لاسه ورکولای شي.

۷- لیکوال باید د بدیعی صنایعو څخه کاملاً اګاهي ولري او پر استعمال یې لاس بری وي.

۸- د بیان برخه چې د تشبه، مجاز( مرسل او مستعار مجاز) کنایه، سمبول( علامت) … بحث کوي پوهه یې د فلسفي لیکنې د شایق لپاره بې ګټې نه ده.

۹-که لیکوال وکولای شي د ارواپوهنې،ټولنپوهنې، تاریخ او انسان پېژندنې لږه ډېره پوهه ولري هم مثمره تمامېدای شي.

۱۰-د لیکوال هڅه باید دا وي چې پر لوستوونکي د درند فلسفي مضمون د لوستلو لپاره یې لیکنه پر بشپړ هنریت سمبال وي.

۱۱- لیکوال باید پر کلمه تسلط ولري يعنې کلمو ته په هر ډول متن کې د استعمال مناسب او روغ مورد استعمال پېداکړي.

۱۲- لیکوال باید د لغاتو د افلاس او غربت څخه ځان لا پخوا خلاص کړی وي د لغاتو غني زيرمه ولري او د کلمو په مصدر پېژندنه کې مهارت ولري.

۱۳- لیکوال باید هره ساده موضوع او لیکنه په لوی لاس فلسفي نه کړي.

۱۴- د لیکوال لیکنه باید ظاهري او فلسفي دواړه معناوې په ښه ډول افاده کړای شي مثلاً یو څوک چې د يو ګل سره خبرې کوي او ډېر صفتونه اوخوبیانې يې بيانوي خو مطلب یې ترې خپله معشوقه او محبوب وي دغه صفتونه باید داسې وي چې هم د ګل او هم د محبوب لپاره د استعمال سابقه ولري او یا حد اقل منطقي وي د ګل او محبوب تر منځ ربط ورکول هم باید معقول او مناسب وي او د لیکنې څخه نه یوازې دا چې هر عاشق خوند واخلي بلکه هر طبیعت خوښونکی او ګل خونکی انسان ترې ترې هم خوند واخستلی شي.. دا او داسې نور…

لیکنه: عبدالله( ابومقداد)



ادب فلسفه متن
t