سوریه: چاودنه کې ۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

سوریه: چاودنه کې ۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په سوريي کې په یوه موټر کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دوی کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

دا چاودنه د سوریې شمال په تل ابیض ښار کې شوې ده.

یاد ښار له تیرې میاشتې راهیسې د هغو یاغیانو په لاس کې دی چې ترکیه یې ملاتړ کوي.

 



برید سوریه نړۍ
t