زابل کې روغتیا يي ستونزې

زابل کې روغتیا يي ستونزې

د ولایتي روغتون تر ویجاړیدو وروسته په موقتي ډول د دې روغتون توکي او پرسونل د عامې روغتیا ریاست اړوند روغتون ودانۍ ته انتقال سوی چې تر یوه حده د خدماتو له وړاندي کولو سره سره ناروغان او روغتون ته مراجعه کوونکي وايي لاهم ستونزې موجودي دي چې باید حل سي
ناروغان او ولایتي روغتون ته له ناروغانو سره راغلي کسان وايي چې ولایتي روغتون کې تر ټولو لویه ستونزه د ځای نشت والی دی او کله چې ناروغان زیات سي نو د تداوي او بستر لپاره پر یوه کټ دوه ناروغان تر درملنې لاندې وي همداشان یادونه کوي چې پاکي اوبه او تشنابونه یوه بله لویه ستونزه ده چې د لته راغلي کسان ورسره مخ کیږي دوی غوښتنه کوي چې د عامې روغتیا وزارت او نور خیریه نهادونه دي یادو ستونزو ته پاملرنه وکړي
د زابل د سلطان ملخي روغتون مشر ډاکټر محمد عباس هاشمي د ناروغانو او پیوازانو ستونزې پرځای ګڼي او وايي چې د ولایتي روغتون تر ویجاړیدو وروسته دوی له زیات شمېر ستونزو سره لاس اوګریوان وو، چې تر دا مهاله يې ډیری حل کړې ولې اساسي ستونزې لکه د بودجې کمښت د ځای نشت والی او داسې نور هغه ستونزې دي چې دننه په روغتون کې يې د معیاري خدماتو وړاندې کولو لاره ډب کړې
هاشمي وویل چې روغتون د پراخ ځای سره سره پاکو اوبو عصري تشنابونو او نور صحي لازمه موادو ته اړتیا لري چې اوس د دوی روغتون ځیني بې برخې دی
زابل په اټکلیزه توګه شاوخوا یو میلیون نفوس لري چې د روغتیايي مسؤلینو په و ینا یوازي ۶۰ کوچني صحي مرکزونه شتون لري ترڅو د دومره لوی نفوس تداوي وکړي خو د ولایتي روغتون تر ویجاړیدو وروسته ښايي ډیر کسان له روغتیايي خدماتو محروم سوي وي




t