د شاهرخ خان د ٥٤ کلنۍ په ویاړ د نوموړي مکمل ژوند لیک در واخلی

د شاهرخ خان د ٥٤ کلنۍ په ویاړ د نوموړي مکمل ژوند لیک در واخلی

نوم: عبدالرحمن خان‌ (شاهرخ خان
هندی: शाहरुख़ान،
انگلیسی: Shahrukh Khan)

(دزیژیدو ورځ دنومبر ۲مه ۱۹۶۵)،
یاد فلمي لوبغاړی د هند په پایتخت نوي دهلي کې پیدا سوو
مستعار نوم او لقب یې دبالیوډ بادشاه دی
تراوسه توانېدلئ دی؛ چې په ۶۱ فلمونو کې رول ولوبوي
دزیژیدو ورځ: د نومبر ۲مه ۱۹۶۵ میلادي کال
د اوسیدو ځای (Mumbai)
ملیت: هندوستانی
تابعیت: هند
پلار: میرتاج محمد
مور: فاطمه بیگم
خور: شهناز خان
ورور: نلري
شغل: لوبغاړی، پروډیوسر او سوداګر
د ۱۹۸۸ کال څخه تراوسه فعالیت لري
لقب (king khan)، اس آر کِي (SRK)، د بالیوود شاه (Baadshah of Bollywood)
دین: اسلام – حنفي
مذهب: تسنن
قد: ۱۷۵ سانتي متر
وزن: ۷۳ کیلو
دسترګو رنګ: تور
د وریښتانو رنګ: تور او خورمایي

شخصي ژوند
د پوهنتون په وختونو کې د ګوري خان په نامه په یوه نجلۍ عاشق سوو او آخیر یې مرکه ور ولیږل،
چې بیا بالاخره په ۱۹۹۱ کال داکتوبر دمیاشتي پر ۲۵ تاریخ واده ورسره وکړ.

اوس درې اولادونه ځینې لري دوه زامن او یوه لور
آرین خان ( ۲۱ کلن )
سوهانا ( ۱۹ کلنه )
ابراهام خان ( ۶ کلن ) دي
او پخپله ګوري خان ۴۹ کلنه ده

شاهرخ خان بالیوډ ته دراتلو مخکي په دوو ټلویزوني سیریالونو کې لوبېدلی وه
دخان لومړنی رول د لیخ تاندونس دیل دریا په نامه په ټلویزوني سیریال کې وه چې په ۱۹۸۸ دیاد سیریال دجوړیدو چاري پیل سوي
خو دسیریال چاري فسخه سوي او لږ جوړ سوی سیریال دشاه په لومړني ټلویزوني فلم بدل او دفلم په ډول نشر سوو
لومړی دشاه د “دل آشنا هي” فلم جوړ سوو خو دمشکلاتو له امله وړاندې نه سوو او “دیواني” دشاه په لومړني وړاندې سوي فلم بدل سوو
په یاد فلم کې دهغه وختونو د سوپر سټار ریشي کپور او دیویا بارتي ترڅنګ لوبیدلی وه
دغوره کارکردګي درلودلو پخاطر وتوانیدئ چې دفلم فیر جشنواري څخه دغوره تازه فلمي لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي.

د ژوند فلسفه یې: که وږي نه یې بیاهم حریص واوسه
دخوشي خواړه یې: مرغ بریان ( تنوري چرګ) او آش
دخوشي وړ څښاک یې: پیپسي، د ام جوس او کافي
دخوشي کارونه یې:- ګیم کول او کتاب ویل
دخوشي لوبغاړي یې: آمتاب بچن او دیلیپ کُمار
دخوشي هالیوډي لوبغاړي یې: مایکل جیفاکس، او پیټر سیلیرس
دخوشي وړ اداکاراني یې: ممتاز او سایره بانو
دخوشي رنګونه یې: تور، سپین او آبي
خپل په فلمونو کې یې دخوشي فلم: کهبي ها کبي نا
دخوشي هیوادونه: لندن او دبی
دخوشي پروډکشن یې: ریډ چیلیز
دخوشي موټر :BMW
دخوشي ډایرکټر یې: من موهان دیسي
دخوشي لوبې یې: کرکیټ، فوټبال او هاکي
دخوشي جنګیالان یې:- کنیش خان او هټلر
دخوشي عبارت یې: راسه چې ترسره یې کړو
دخوشي وړ موسیقي ساز یې: آې آر رحمان
دخوشي ژبه: انګلیسي
توند او ترخه شیان یې خوښیږي.

غوره دوستان یې:
سلمان خان، کاجول، جوهي چاولا، کرن جوهر او نور…

قوم:
په اصل کې شاهرخ خان دافغانستان دپښتونو دقوم څخه دی چې پلار یې دهند او پاکستان دجدایي څخه وروسته په هند کې استوګن سوی وه

دکورنۍ شخصي ژوند:
دشاهرخ خان پلار د هند د پنجاب او اوسني پاکستان کې د اُردو اوپوځ آمر وه ورسره تجار هم تیر سوی وه.
مور یې فاطمه بیګم د مجرمانو او ټولنیزو چارو کارکونکي وه.
دکورنۍ مالي وضعیت یي متوسط وه

مکتب:
د دهلي د سینټ کولم ښوونځي څخه فارغه سوی دی.

هغه پوهنتونه چې شاهرخ خان یې په دوکتورا ستایلی دی:
هانسراج پوهنتون، د دهلي پوهنتون، د ډهلي جامیه اسلامیه پوهنتون او د نوي ډهلي پوهنتون

د زدکړو مهارتونه:- په اقصاد کې د لیسانس درجه
ماسټ کمیسون – د فلم جوړوني په برخه کې د ماسټر درجه

شتمني:
دبالیوډ تر ټولو شتمن او دنړۍ په سطحه تر دوهم شتمن فلمي ستوری دی چې دسرمایي قیمت یې ۷۹۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
په بانک کې ۳۷۸۰ کروړه دځان سره لري
دفلم پر سر ۵۰ کروړه اخلي

لاسته راوړني:
شاهرخ خان په نوي ډهلی کي د سینټ کولمبیا ښونځي کي وه
په هغه ښونځي کي د غوره زدکونکي جایزه ترلاسه کړل
همدارنګه دنړۍ دریم ستر فلمي لوبغاړی دی چې دجشنوارو دطرفه دغوره استعداد په لرلو په زیاتو جایزو چې شمیر یې ۲۹۰ ته رسیږي
ستایل سوی
په ۲۰۱۳ کال دسویلی کوریا د حکومت لخو د ښایسته سفیر جایزه ورکول سوې
په ۲۰۱۴ کال د فرانس حکومت لخو د لوګین جایزه ورکول سوې
په ۲۰۰۷ کال د هند ملی ټلویزون په یوې ستري جایزي ستایلی
په ۲۰۱۱ کال کی د پرمید کان مانی دپونیسک له طرفه غوره جایزه ورکول سوې
مکمل په ۵۰ بیلا بیلو افتخاري جایزو د نړۍ دمختلفو هیوادونو دطرفه ستایل سوی
همدارنګه نوموړی خان د دلیپ کُمار سره د ۸ خالصو فلم فیر جایزو په درلودلو دبالیوډ تر ټولو ډیر فلم فیر جایزي لرونکی لوبغاړی دی،
شاهرخ خان دغه فلمونو کې د بې نظیره اداکاری په کولو سره د “فلم فیر” جایزې ترلاسه کړي دي.

۱ Baazigar
۲ dilwale dulhania le jayenge
۳ Dil To pagal hai
۴ khuch khuch hota hai
۵ Devdas
۶ Swades
۷ Chakdi India
۸ My Name is Khan

او په دغه فلمونو کې یې مرکزي رول لوبولی دی
👇list of shah rukh khan Movies

۱) Deewana 1992
۲) Chamatkar 1992
۳) Dil Ashana Hain 1992
۴) Raju Ban Gaya Gentleman 1992
۵) Maya Memsaab 1993
۶) King Uncle 1993
۷) Baazigar 1993
۸( Darr 1993
۹) Kabhi Haan Kabhi Naa 1994
۱۰) Anjaam 1994
۱۱) Karan Arjun 1995
۱۲) Oh Darling! Yeh Hai India! 1995
۱۳) Zamaana Deewana 1995
۱۴) Guddu 1995
۱۵) Dilwale Dulhania Le Jayenge 1995
۱۶) Ram Jaane 1995
۱۷) Trimurti 1995
۱۸) English Babu Desi Mem 1996
۱۹) Chaahat 1996
۲۰) Army 1996
۲۱) Koyla 1997
۲۲) Yes Boss 1997
۲۳) Pardes 1997
۲۴) Dil To Pagal Hai 1997
۲۵) Dil Se.. 1998
۲۶) Duplicate 1998
۲۷) Kuch Kuch Hota Hai 1998
۲۸) Baadshah 1999
۲۹) Josh 2000
۳۰) Phir Bhi Dil Hai Hindustani 2000
۳۱) Hey Ram 2000
۳۲) Mohabbatein 2000
۳۳) One 2 Ka 4 2001
۳۴) Asoka 2001
۳۵) Kabhi Khushi K.G 2001
۳۶) Hum Tumhare H. S 2002
۳۷) Devdas 2002
۳۸) Chalte Chalte 2003
۳۹) Kal Ho Naa Ho 2003
۴۰) Main Hoon Na 2004
۴۱) Veer-Zaara 2004
۴۲) Swades 2004
۴۳) Paheli 2005
۴۴) Kabhi Alvida N. K 2006
۴۵) Don: 2006
۴۶) Chak De! India 2007
۴۷) Om Shanti Om 2007
۴۸) Rab Ne Bana Di Jodi 2008
۴۹) Billu Barber 2009
۵۰) My Name Is Khan 2010
۵۱) Ra.One 2011
۵۲) Don 2: 2011
۵۳) Jab Tak Hai Jaan 2012
۵۴) Chennai Express 2013
۵۵) Happy New Year 2014
۵۶) Dilwale 2015
۵۷) Fan 2016
۵۸) Dear Zindagi 2016
۵۹) Raees 2017
۶۰) Jab Harry Met Sajel 2017
۶۱) Zero 2018

دشاهرخ خان پلار او مور د واده کیسه:
دواړو په یو روغتون کي دیو بل سر ولیدل ځکه چې د شاه مور ټپي شوي وه او ویني ته یې ضرورت درلود نو بیا یې پلار وینه ورکړه
پیژندلګلوي جوړه سول بیا مینه بیا یې واده سره کړې وه

دشاهرخ خان پلار پر زوی باندي شاه نوم کښیښودی شاه لفظ د باچا سره یادیږي شاهرخ خان راولاړ سو خپل نوم یې شاهرخ خان ته بدل کړ ورسره شاهرخ دبالیوډ شاه هم سوو

شاهرخ خان ۱۵ کاله عمر درلود چی پلار یې د سرطان مریضي دلاسه په ۱۹۸۱ کال کې مړ سوو
مور هم په ۱۹۹۲ کال مړه او شاهرخ خان په هغه کال دخپلي خور سره ممبی ته راغلي

شاهرخ خان فقط د څو کلونو په جریان کې او بالیوډ ته په سم دستي راتللو د دیلیپ کُمار د نیمي سلیزي او د امتابچن د لسیزو لسیزو وهل سوي لاره طی کړل او دخپل استعداد په زور یې ځان دهغوئ ځای ته ورساوه

شاهرخ خان خپله لومړني تنخوا دیوه کاریګر په صفت د نوي دهلي دیوه کنسرټ څخه ترلاسه کړل چې هغه تنخوا یې فقط ۵۰ هندي روپي وه چې بیا شاه دهغه پیسو پواسطه تاج محل کتلئ وه

شاهرخ خان غواړي چی په دریا کنج کې کوچنی رستورانت جوړ کړي او ورسره خپله شخصي هلیکوفټر طیاره ولري خو یاد آرمانونه یې لا آرمانونه پاته دي ځکه چې دده په وینا دومره پیسي نلري
پیسي يې ټول لګول سوي دي؛ نوموړی په هند کې ۲۰۰ کروړه کور، پرودکشن، دري دانې دکرکیټ شل اوریز ټیمونه، قسم قسم نوي بازار ته وړاندي سوي موټران، په دوبی کې کور، خپلي خیریه موسیسي په تجارت او نورو ډیرو شیانو لګولي او مصرف کړي دي.

شاهرخ خان په هره ثانیه کې ۳,۲۳ ډالره
په هره دقیقه کې ۱۹۴٫۰۶ ډالره
په هر ساعت کې ۱۱,۶۴۳,۸۴ ډالره
هره ورځ ۲۷۹,۴۵۲,۰۲ ډالره
په هره هفته کې ۱٫۹۶ میلیونه ډالره
په هره میاشت کې ۸٫۵ میلیونه ډالره
او که فلم امضاء هم نکړي نو دخپل کاروبار څخه دکاله ۱۰۲ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي

د شاهرخ خان تندوري چرګ زیات خوښ دی شاه مسخرو کې ویلي چې که بسته کال پرله پسي یاد رقم چرګ راپوخ کړل سي بیابه هم دخوړولو څخه انکار ونکړي

دشاهرخ خان پزه دهیمالاني ډیره خوښه سوې وه نو ځکه یې دراتلو سره سم دستي په فلمونو کې دچانس ورکولو موقع ورته برابره کړل.

دشاهرخ خان لومړنی بلاک باسټر سوي فلم کرن آرجون او لومړنی آل ټایم بلاک باسټر سوی فلم ddlj فلم وه

شاهرخ خان د ddlj فلم د آل ټایم بلاک باسټر کیدو وروسته دخلګو پر زړونو بادشاهي شروع کړل،
اوس که به هم روانه لسیزه کې د شاهرخ خان فلمونه د کلش، مناسبي ورځي او رخصتی نشتوالي او دنوموړي د ضعیف انتخاب دلاسه سم ونه چلېدل؛ خو لاهم استعداد او ریکارډونو ته نړۍ ګوته په غاښ حیرانه ده. او اوس هم پر بیلیونو زړونو راج کوي او دهر کامیاب ستوري مقایسه دده سره کیږي.

شاهرخ خان یو غوره شخصیت لرونکی او انسان دی، او د ډیرو خیریه موسسو سره په تماس کې هم دي او هره ورځ دزړه د سوري لرونکو ماشومانو او په سرطان اخته کسانو علاج او معالجه په وړیا توګه کوي،
او خپله خیریه موسیسه هم لري
هره ورځ ډیر شمېر دزړه دمرضانو او ماشومانو علاج پکښي کوي.

شاهرخ خان د Ted Talk India په نامه ډیره غوره او بامفهومه خپرونه هم لري چې په Star Plus ټلویزون کې نشریږي.

دشاهرخ خان یو ښه عادت دادی چې پر حیواناتو د ظلم کوونکو کسانو څخه سخت نفرت کوي.

دشاهرخ خان دخپل یوه عادت څخه ډیر بد کیږي؛ هغه هم دده د ډیرو سګریټو څکولو عادت دی چې ډیر سخت په عادت دی،
او د څو ځله په نیت کولو بیاهم ندی توانیدلئ چې سګریټ پریږدي.

د شاهرخ خان تجارت ډیر پراخ دی چې حتا موږ یې یادونه لا نسوو کولای،
ورسره په مختلفو دولتي کمپنۍ او سازمانو لکه د پلیو واکسین او ایډز کنټرول سازمان د سفیر په توګه هم ټاکل سوی،
او SNOPS لخوا د اوبو رسولو او د روغتیا ساتني د همکارۍ د شورا لومړی نړیوال سفیر ټاکل سوی دی.

”رضوان“



فلمي نړۍ،د شاهرخان، ژوند،ليک
t