ننګرهار والي د کانونو او پټروليم وزير سره د کانونو اړوند ستونزې شریکې کړې

ننګرهار والي د کانونو او پټروليم وزير سره د کانونو اړوند ستونزې شریکې کړې

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل نن د ويډيوي کنفرانس له لارې د کانونو او پټروليم وزارت مسئولينو سره د دې ولايت د کانونو اړوند يو شمېر ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې کړې.

د ننګرهار د رسنیو مرکز وايي، دغه ويډيوي کنفرانس، چې سيمه يیزو ارګانونو خپلواکې ادارې کې جوړ شوی و پر مهال يې د يادې ادارې مالي او اداري معين روح الله نیازي، د کانونو او پټروليم سرپرست وزير عنايت الله مومند، د ننګرهار، هلمند، هرات، کندهار، بدخشان واليانو او د ياد ولايتونو کانونو رئيسانو او نورو مسئولينو ګډون کړی و.

والي شاه محمود مياخيل په دې ولايت کې د کانونو خونديتوب، کيندونو او په قراردادونو کې د شته ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې يې د غير قانوني کانونو د کيندونو او په ياده برخه کې د شته فساد مخنيوی کړی؛ خو د وزارت لخوا ځينې اُصول وضع شوی شوي، چې ستونزې يې رامنځته کړي دي.

هغه وويل:

«غوره به وي، چې د کانونو کېندنو په موخه د زمان، مکان او حجم اندازه معلومه شي؛ ترڅو له يوې خوا زمونږ عوايد زيات او بل لور ته په قانوني ډول استخراج صورت ونیسي.»

والي وويل، چې ګوشتې، اچين، نازيانو، هسکې مېنې، سپين غر او خوږياڼو ولسواليو کې يې په غير قانوني توګه د شوکاڼي کېندنې مخنيوی کړی او شېرزادو ولسوالۍ ته هم عمليات کوونکي ځواکونه رسيدلي، چې د سيمي تصفيې ترڅنګ به د غير قانوني کېدنو مخه هم ونيسي.

سرچینه زیاتو؛ي

«هغه همدا راز په دې ولايت کې د شوکاڼي واړه بلاکونه په قانوني ډول په قرارداد ورکولو، د کانونو په ښه مديريت او د دې ولايت کانونو ریاست کار کوونکو ته د کاري سهولتونو رامنځته کېدو کې وړانديزونه وکړل.»

د کانونو او پټروليم سرپرست وزير عنايت الله مومند د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ته ډاډ ورکړ، چې په ټول هېواد کې په قراردادونو کې اصلاحات راولي او په دغه ولایت کې به د کانانو په برخه کې شته ستونزو ته ډېر ژر رسيده ګي وکړي.

نوموړي وويل:

«په ولايتونو کې به د خپلو کارکوونکو په وړتيا لوړونې او کاري اسانتياو رامنځته کېدو په موخه پانګونه وکړي، چې له مخې به يې په ټولو سيمو کې د کانونو په برخه کې شته ستونزې حل شي.»

د کانونو وزير وايي، چې په ننګرهار کې به د کانونو کېندونو او اړونده برخه کې يو شمېر پروژې تطبيق کړي، چې له مخې به يې خلکو ته د کار زمينې برابريدو ترڅنګ قراردادونه بشپړ قانوني شي.

د ياد وزارت د پلان او پاليسۍ معين ولي الله ځدران په ولايتونو کې د کانونو قانوني کېدنونو په اړه د عامه پوهاوي، په قرادادونو کې د سوداګرو ونډې اخيستنې او په اړونده نورو برخو کې له واليانو څخه د همکارۍ غوښتنې وکړې.



افغانستان راپورونه ننګرهار کانونه
t