لغمان: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته نوې ودانۍ جوړیږي

لغمان: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته نوې ودانۍ جوړیږي

لغمان کې د څه باندې پنځه څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لپاره د نوې ودانۍ د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ولایت د مطبوعاتو دفتر ویلي؛ په مهترلام ښار کې ددې ودانۍ د بنسټ ډبرې د ایښودنې په مراسمو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ سربېره له مرکزه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون د دارالانشاء رئیس احمد ضیا عبدالرحیمزي، د ولایتي شورا رئیس، ددې شورا یو شمېر غړو، د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.

د لغمان ولایت د ښارجوړونې او ځمکوالۍ رئیس د وفیع الله اسحازوی وايي:

«د دې ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون لپاره ودانۍ د څه باندې پنځه څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوه چې په دریو پوړونو کې به د درې نیم جریبه ځمکې مساحت کې په یو نیم کال کې جوړه شي.»

هغه وایي، دغه ودانۍ ۲۵ خونې او نور ګڼ محلقات لري،چې په ټاکل شوي وخت به یې چارې بشپړې شي.

په ورته مهال د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي او قومي مشر ملک شکر الله نیازي له لوري هم د دا ډول پروژو په چارو خوښي وښودل شوه او له ولایتي ادارې څخه یې ځانګړې مننه وکړه چې ټولو ادارو ته یې د اداري ودانیو ستونزې حل کړي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون په استازولۍ استاد نجیب امین د لغمان ولایت د ټولو چارو ستاینه وکړه او د داډول پروژو په پیل یې یو شمېر نور زیري هم شریک کړل.

هغه وایي:

«ددغې ودانۍ په جوړیدو سره به ددې ولایت د ملکي ادارو مامورینو د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه، د کمپیوټري ازموینو مرکز او ګڼ نورو سهولیتونه هم پیل شي.»

امین وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې ۵۲ زره کسان د ازادو سیالیو له لارې مقرر کړي او نهایي هڅه یې همدا ده چې په خپلو ټولو پروسو کې قانون پلی او ولس ته هر وخت ځواب ورکوونکي اوسي.

سرچینه وايي، د لغمان والي محمد اصف ننګ له مرکزه راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ له مرکزي حکومت څخه مننه وکړه چې تل یې په سترو پروژو کې د لغمان ملاتړ کړی او خالي لاس یې نه دي پریښي.

هغه خوښي وښوده چې ورځ تربلې یې د ماموریت په دوران کې د انکشاف لړۍ تېزه روانه ده او راتلونکي کې به ګڼې نورې سترې او کوچنۍ پروژې هم پیل شي.

ښاغلي ننګ همدا راز ټولو پانګوالو ته پیغام ور کړ چې د سرمایه ګزارۍ لپاره ورته ټول سهولیتونه په پام کې نیول شوي او دوی کولای شي، له دغه فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي.

نوموړي وویل:

«که د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون له مسوولینو سره همکاري وشي نو باور دی چې ښه اداره به رامنځته ته او د ولسونو ستونزې به تر ډیره حل شوي وي.»

ښاغلي ننګ دغه راز وویل:

«په ولایتونو کې تعینات ټول د قانون په چوکاټ کې د طرز العملونو په بنسټ ترسره کیږي او مسوولین پکې هیڅ راز صلاحیت نه لري.»

له بله بیا د دغې پروژې جوړونکي شرکت مسوول هم ډاډ ورکړ چې د قراراد مطابق به په ټاکل شوي وخت د یاد تعمیر چارې بشپړې کړي.



راپور لغمان نوې ودانۍ
t