د سترګو تړل

د سترګو تړل

د مهاجرت کلونه ول؛ چې د ښوونځيو د اوړي رخصتي به شوه، د یوې یوه نیمې میاشتې په مخ به کلي ته تلو. په کلي کې ژوند ساده خو طبیعیت رنگین او د بوډۍ د ټال غوندې له رنگونو سرشار و. یوه یوه نیمه میاشت به مو چینې، گودرونه، اتڼونه، کلیوال دودونه او بلاخره د طبیعي او کلیوالي ژوند یوه مکمله نمونه په مخکې وه. زه په ځنگلونو کې د پلي تگ او سېلونو لیونی وم او د همدې شوق د پوره کېدو لپاره به کله کله یو نیم سهار له خپلوانو او کلیوالو سره ځنگلونو ته تلم. هغوی به لرگي راوړل، ما به د تفریح په نمط ځان ورسره کنجوغه کړی و. هغه مهال پر بار وړونکیو حیواناتو لکه آس یا کچر سپرېدل هم زموږ لپاره د خوند او تفریح یوه کیسه وه.

لرگي به مو راټول کړل؛ وری به برابر شو او بلاخره مو باید خپل راسره څاوري ته ور پورته کړی وای. څاروي به چې وری ولېد، بده ورځ به یې پیل کړه، هیڅوک به نشو ورنږدې کېدای، بارول خو لویه خبره وه.
کلیوال خلک یې په چل پوهېدل، څادر به یې را واخيست او د څاروي سترگې به یې کلکې ور وتړلې. وروسته به هغه شاوخوا نشوه کتلای او په دې چل به یې د سترگو په رپ کې بار کړ.

اوس چې هغه صحنې را يادوم په زړه کې وایم چې:

دا د سترگو د تړلو کار ډېر عجیب دی؛ کلیوال ورباندې څاروي راموي. سیاسي او روحاني سوداگران ورباندې نالوستي خلک استحماروي او زبرځواکونه ورباندې واړه او بېوسه ملتونه.
مطلب که چا مو د سترگو د تړلو هڅه کوله، پر خپله شا د درنو بارونو وړلو ته ځانونه تیار کړئ!
هر څه دې بند وي خو سترگې وازې او غړېدلې ساتئ. د دې کړکيو د تړلو پایله غلامي او د پردیو وریو وړل دي.
د سهراب په قول:
چشمها را باید شُست…

احسان الله درمل



د سترګو تړل درمل لیکنه
t