په لارو او سړکونو کې بمونو ښخوونکو ته ! – مفتي عبدالولي

په لارو او سړکونو کې بمونو ښخوونکو ته ! – مفتي عبدالولي

په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!
د یو مومن وژل څومره ستره ګناه ده، له دې ایت کريمه څخه يې معلومه کړئ:
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّـهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ( النساء ۴: ۹۳)
او هغه څوك چې يو مومن په قصد او ارادې سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله پر ده باندې غضب كړى دى او پر ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى.

هغه خلک چې په هغو لارو کې بمونه ښخوي چې عامې لارې وي، ټول ولس پرې ځي راځي، د ولس، مسافرو او حکومت ټولو ګاډي پرې ځي راځي، نو په دغو لارو کې بمونه ښخول شرعاً حرام دي، ځکه دغه صراحتاً بې له شکه په قتل عمد کې راځي.
په قتل خطا کې نه راځي. قتل خطا هم جرم دی او شريعت د هغه سزا مقرر کړې ده.

ای د الله بنده ګانو! له الله څخه وډار شئ، په پکتيکا کې، تخار کې او داسې نورو ښارونو کې د يوې ورځې تلفات لسګونو ته رسېږي او قربانيان يې زياتره خالص عوام دي.
نو ايا ستاسو د قيامت پر ورځ يقين نشته؟! حساب کتاب نه منئ؟!
فإنا لله و إنا إليه راجعون



بمونه لویې لارې او سړکونه مفتي
t