ننګرهار کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۵۰ سلنه کمه شوې

ننګرهار کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۵۰ سلنه کمه شوې

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، چې په دې ولايت کې خبريالانو پر وړاندې د تېر کال په پرتله د تاوتريخوالي کچه پنځوس سلنه ښکته شوې او په ولايتي کچه خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکړې اسانتياوې برابرې شوې دي.

نوموړي دا څرګندونې نن د ولايت رسنيو دفتر کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لورې جوړې شوې د خبريالانو پر وړاندې د جرايمو د معافيت ختمولو نړيوالې ورځې په مناسبت د خبريالانو او ولايتي چارواکو ګډې غونډې کې وکړې.

والي شاه محمود مياخېل وويل:

«هر کله چې معلومات شريکيږي ستونزې هم ورسره کمېدلی شي او د ټولو ادارو مسئولينو ته يې لارښوونه کړې، چې رسنيو سره پر وخت معلومات شريک کړي.»

نوموړی وايي، خبريالانو ته د اطلاعاتو ورکړې برخه کې ډير جدي دی، خپله هم معلومات شريکوي او د ولايتي وياند اداره هم فعاله ده؛ خو کوښښ کېږي چې د ټولو ادارو رئيسان دې ته وهڅوي چې له خبريالانو سره لږ تر لږه مياشت کې يو ځل د خپلو کړنو فعاليتونه شريک کړي.

هغه زیاته کړه:

«د تېر کال په پرتله په دې ولايت کې خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه پنځوس سلنه راښکشته شوې او دوی ته د اطلاعاتو ورکړې په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شوي دي.»

ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر شيرشاه همدرد وويل، د تېر کال په پرتله دغه ولايت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوي خو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزه لا هم په خپل ځای پرته ده.

دی وايي:

«تېر کال دغه ولايت کې لس پېښې ثبت شوې وې، سږکال ۶ دي، چې هغه هم يوازې ټليفوني ګواښونه دي؛ خو مهمه يې دا ده چې د همدغو ګواښونو له امله دريو ښځينه ژورنالستانو دندې پرېښې دي.»

ننګرهار کې د اريانا نيوز خبريال رحمت الله زيارمل وويل، چې د يو شمېر ادارو مسئولین ور سره پر وخت معلومات نه شريکوي او د راپور جوړولو پر مهال ستونزو سره مخ وي.

هغه زياته کړه:

«ولايتي اداره بايد خبريالانو ته د معلوماتو ورکړې زمينه برابره کړي او دغه راز يې پر خبريالانو هم غږ وکړ چې يوازې خبريال پاتې شي او هېڅ پلو کې واقع نه شي.»

دغه راز دغه ولايت کې د بي بي سي خبريال ذبيح الله رحيمزي هم د خبريالانو پر وړاندې د تهديدونو له موجوديت شکايت وکړ او اندېښنه يې شريکه کړه چې خبريالانو ته د څېړنيز ژورناليزم مخته وړلو پر مهال ګواښونه ډيرېږي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي وويل:

«د خبريالانو پر وړاندې ټولې ستونزې د معيار په پام کې نه نيولو له امله رامنځته کېږي او دوی پلان لري چې د ژورنالستانو د ظرفيت لوړولو لپاره پروګرامونه چمتو کړي.»

د ننګرهار د استيناف محکمې رئيس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ قانون ټولو اشخاصو ته د اطلاعاتو د لاسرسي حق ورکړی؛ خو د اُصولو مطابق بايد دا چاره ترسره شي او دغه راز په قانون کې ادارې او مسولين هم مکلف شوي چې رسنيو سره معلومات شريک کړي.

په دې ناسته کې دغه راز په ختيځ کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدي وويل:

«د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ټولې قضيې له نږدې څېړي او پر حکومت يې غږ وکړ چې د سولې په پروسه کې بايد د بيان ازادي قرباني نه شي؛ ځکه دغې برخې ته ډيرو خبريالانو قرباني ورکړې ده.»

په ختيځ کې د يوناما ادارې مطبوعاتي مسئولي شفيق الله واک د ملګرو ملتونو سرمنشي پيغام ولوسته، چې په کې د خبريالانو ژوند خونديتوب او ساتنې په اړه د پاملرنې غوښتنه شوې وه.



تاوتریخوالی خبرونه رسنۍ ننګرهار
t