ولسمشر: د المان مرستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او ښو اړیکو نښه ده

ولسمشر: د المان مرستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او ښو اړیکو نښه ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د المان فدرالي دولت وزیر مارتین جاګر سره وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي او په کابل کې د هغه هیواد مېشت سفیر هم په کې حضور درلود، جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د المان د مالي، نظامي او سیاسي مرستو مننه وکړه وې ویل، دغه مرستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ، ښو اړیکو او همدردۍ نښه ده.

د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د المان فدرالي دولت وزیر وویل:

«د انکشاف، اقتصادي پراختیا او سیاسي او نظامي ماموریت په برخو کې به یې له افغانستان سره د هیواد مرستې دوام ولري.»

مارتین جاګر له افغانستان سره د المان ۷۲ میلیون یورو وروستۍ مرستې ته په اشارې وویل، له افغانستان سره مرستې او همکارۍ لپاره ژمنتیا کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکوزپوتزل وویل:

«موږ ته سوله او د دې پروسې ملاتړ مهم دی او هیله لرو چې د افغان حکومت او د هغوی د متحدینو هڅې د سولې لامل شي.»

هغه د افغان حکومت د سولې پلان د ستاینې ترڅنګ وویل زموږ د هڅو پایله باید دا وي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.

د المان ځانګړي استازي څرګنده کړه، ټاکنې په شفاف ډول ترسره شوې او په دې برخه کې له ټکنالوژۍ ښه استفاده وشوه او همداراز د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم وتوانېدل د دې مهم بهیر امنیت تامین کړي.

ولسمشر غني پخپلو خبرو کې وویل:

«د افغانستان د سولې پلان باید موږ جلا نه، بلکې یو ځای کړي او زموږ د سولې اوه ماده یي پلان د ملي او بین المللي اجماع نویوالی دی چې افغان دولت پرې کار کوي.»

جمهوررئیس په افغان سوله کې د المان د رول او ملاتړ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د سولې پروسې مالکیت او رهبري باید د افغانانو په لاس کې وي او هغه څه چې په تېر کې پېښ شوي موږ یې باید په دقیق ډول وارزو او د راتلونکي پلان لپاره د شرایطو بدلون په پام کې ونیسو.

هغه زیاته کړه:

«د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو، مذاکرې او اوربند لپاره مهمه ده چې د پایداره سولې تامین شرایط برابر شي او له ډيالوګ پروسې د ملاتړ لپاره د المان د رول مننه کوو.»

جمهوررئیس وویل، زموږ د سولې پلان کې تر ډېره اتصال، سوداګرۍ او سیمه ییز ترانزیټ ته پام شوی، ترڅو افغانستان د سیمې د څلورلارې په توګه خپل رول ترسره کړای شي.

ولسمشر د پوهنې او د هوایي چلند ادارې د تقویت او همداراز د شنې او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې د پانګونې لپاره له افغانستان سره د المان د مرستو غوښتنه وکړه.

د دې کتنې په پای کې د همکارۍ او اقتصادي انکشاف لپاره د المان فدرالي دولت وزیر د جمهوررئیس د خبرو په تایید وویل، المان به د اقتصادي ودې او د افغانستان د امنیت تامین لپاره د غوره شرایطو برابرولو په برخو کې د دې هیواد ترڅنګ پاتې شي.



افغانستان المان اړیکې
t