چارواکي: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته پر وخت رسېدنه کېږي

چارواکي: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته پر وخت رسېدنه کېږي

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په تړاو؛ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د خوندیتوب پر کمېټې سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، په افغانستان کې د یونیسکو رییسې، د یوناما د بشري حقونو رییسې، خبریالانو او د رسنیو مسوولینو، هم ګډون کړی وو.
د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو د پیاوړتیا په برخه کې د خبریالانو، حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د کاري اړیکو د ټینګښت د عملي لارو چارو پېژندل؛ د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د وضعیت تحلیل او د هغه د له منځه وړلو لپاره د عملي لارو چارو وړاندیز او له طالبانو سره په خبرو اترو کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ د ځای ځایګي په اړه بحث؛ د یادې ناستې د موخې په توګه یاد شول.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې د چارو رییس، صدیق الله توحیدي وویل دا پروګرام ” د سوله پروسه او په هغه کې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ځای ځایګی”؛ ” د هېواد د رسنیو اوسنی وضعیت او د خبریالانو د کار پر وړاندې د خوندیتوب اساسي ننګونې”؛ ” وروستي اقدامات”؛ او ” د خبریالانو د خوندیتوب په اړه، د رسنیو، حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اغېزمن ګډون د رامنځته کېدو اجراییوي پلان”، ترسرلیک لاندې؛ په څلورو پنلونو کې تر بحث لاندې نیول کېږي.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال، سید آقا حسین فاضل سانچارکي وویل، چې د ملي یووالی حکومت په تېرو څو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې زرو دوسیو ته په جدیت سره رسېدنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې په چوکاټ کې یو داسې میکانیزم رامنځته شوی دی چې له امله یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته پر وخت رسېدنه کېږي.
په افغانستان کې د یونیسکو رییسې، پاتریشیا مک فلیپس، اندېښنه وښوده چې په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هرو لسو قضیو کې ۹ ته یې رسېدنه نده شوې او زیاته یې کړه، چې د اغېزمنو میکانیزمونو په رامنځته کېدو سره به د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدو په کچه کې زیاتوالی رامنځته شي.

په ورته وخت کې د یوناما د بشري حقونو رییسې، فیونا فریزر، د رسنیو فعالیتونه او د بیان ازادي په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان لویې لاسته راوړنې وبللې؛ خو ویې ویل چې اوس هم د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي او ګواښونه شتون لري.
هغې ټینګار وکړ، چې خبریالان او د مدني ټولنو او بشري حقونو فعالان؛ د ملکي وګړو په ډله کې راځي او باید ملاتړ یې وشي.
د نومبر دوهمه، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو ورځ؛ هر کال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو د حللارو د موندې په موخه، لمانځل کېږي.




t