سرخرود کې کې د برښنا شبکې غځونې چارې ګړندۍ شوي

سرخرود کې کې د برښنا شبکې غځونې چارې ګړندۍ شوي

د ننګرهار بریښنا حوزې ریاست تخنیکي کارکوونکو په هڅو د سرخرود د ۲۰ کیلو ولټ ډبل سرکټ د تمدید اساسي سروې کارونه پیل او ګړندي کړي دي.
د بربښنا شرکت د معلوماتو له مخې په یاده برخه کې به له مطالعاتو او ډيزاين وروسته د نوموړي سرکټ د اړتیا وړ تجهیزات چمتو او عملي چارې به یې پیل شي.
ياده دې وي چې د سرخ رود په دانش آباد، ده بلو، قلعه اخند، مرکزي چهارباغ، کوز چهارباغ، نصرت مېنه، جنوبي چهار باغ، سياه سنګ ښارګوټي، د سرخ رود ښوونکو ښارګوټي، امرخېل، ظلم آباد او نظرآباد کليو کې د شبکې جوړېدو کارونه روان دي چې د ياد سرکټ په تمديدو سره به یادو ټولو کلیو او نویو سیمو کې د برښنا ستونزه په اساسي ډول حل شي او هم به د اوسني سرکټ د اضافه بارۍ یا بوج راتلو ستونزه حل شي.




t