کډوالو ته په ۴۶ نیم میلیونه افغانیو پروژې تطبیقیږي

کډوالو ته په ۴۶ نیم میلیونه افغانیو پروژې تطبیقیږي

د ننګرهار کډوالو ادارې له لورې د نږدې ۴۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت په درې ولسوالیو کې د بېلابېلو پروژو د پلې کېدو په موخه سروې پیل شوه .
د ننګرهار کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس نجیب الله قیومي کوټ ولسوالۍ مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل،د ولسمشر په امر او د ننګرهار والي په لارښوونه یې په کوټ،بټي کوټ او روداتو ولسوالیو کې د نږدې ۴۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د کانالونو،اوبو رسولو شبکو،حفظ الصحي کیټونو، جګړه ځپلو کورونو د جوړیدو او نغدي مرستو پروژو د پلې کېدو په موخه سروې پیل کړه .
هغه زیاته کړه،په یادو پروژو کې اته د پایپ سکیم یا اوبو رسولو شبکې چې په یوه شبکه یې شاوخوا یو میلیون او اته سوه زره افغانۍ لګښت راځي،د یو میلیون او دوه سوه زره افغانیو په لګښت د ۶ کانالونو جوړول،۴ سوه کورنیو سره نغدي مرسته چې هرې کورنۍ ته به ۲۳ زره افغانۍ ورکړل شي،شاملي دي .
د کوټ ولسوال نجیب الله رحماني د یادو پروژو د سروې په پیل کېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د پروژو د تطبیق پر مهال به هر ډول همکاري وکړي .
د کوټ قومي مشرانو حاجي سیدالرحمن مومند، طاوس خان او امیرجان کوټوال د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې جګړه ځپلو،بېرته ستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو ته یې پاملرنه شته .
دوی د یادو پروژو د تطبیق پر مهال پر شفافیت،کارونو ګړندیتوب او په معیاري ډول د چارو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.




t