میدان وردګ: د سولې او دوستۍ والیبال ازادو سیالو کې به ۶۰ لوبډلې ولوبيږي

میدان وردګ: د سولې او دوستۍ والیبال ازادو سیالو کې به ۶۰ لوبډلې ولوبيږي

په میدان وردګو ولایت کې د سولې او دوستۍ تر نامه لاندې د میدانښار ښاروالۍ رياست له لوري د والیبال ازادې سیالۍ پیل شوې چې د ولایت په کچه به شپېته غوره لوبډلې په دغه سيالیو کې ګډون وکړي.

د سيالیو پرانیستې پر مهال میدانښار ښاروالې ظریفې غفاري د ښه راغلاست تر څنګ ځوانانو ته ډاډ ورکړ دا ډول سيالۍ به په نورو برخو کې هم د ځانګړو موخو ځوانانو انسجام، ښاري فرهنګ پياوړي کول او بدمرغیو له منځه وړلو سره د مبارزې لپاره جوړيږي.

میدان وردګو ولایت مرستیال انجنیر تاج محمد عمري وويل: د خوښۍ ځای دی چې ځوانانو مو د ورزش له لارې د سولې راوستو او بدمرغیو له منځه وړلو لپاره سيالۍ تر سره کوي. نوموړي دغه راز زياته کړه: لوبې د اوسنې ژوند اړتيا او د وياړ تر لاسه کولو غوره وسیله ده.
د والیبال دغه سيالۍ به د ټاکل شویو اصولو او قوانینو په لړ کې یوه اونۍ دوام وکړي، چې غوره لوبډلې او لوبغاړي به د کپونو او ډالیو په ورکولو سره وستایل شي.




t