وایي چې !!

وایي چې !!

د حجاج بن یوسف په زمانه کې به چې سهار خلک سره مخامخ کیدل، یوه بل نه به یې دا پوښتنې کولې:

بیګا څوک ووژل شول؟ بېګا څوک زیندۍ شول؟ او څوک به دُرو ووهل شول؟!

اموي خلیفه ولید بن عبد الملک له کروندو، ودانیو او کارخانو سره مینه لرله !!

د هغه زمانه کې به خلکو د کروندو، زراعتونو او کارخانو په اړه بحثونه کول او دا چې فلاني ځای کې دومره ځمکه اباده شوه او هلته نهرونه وکيندل شول او داسې نور.

دویم ورور یې سلیمان بن عبد الملک له میلمستیاو او مینځو سره ډېره علاقه لرله !!

د هغه په زمانه کې د خلکو د بحثونو موضوع همدا شیان وو او هر ځای به د غوړو میلمستیاو او مینځو کیسې او بحثونه روان وو.

کله چې یې د تره زوی عمر بن عبد العزيز خلیفه شو، خلکو به خپلو کې له یوه بل نه دا پوښتنې کولې:
څومره قرانکریم دې یاد کړی دی؟ د شپې څومره تلاوت کوې؟ د فلاني څومره قران یاد دی؟ هغه میاشت کې څو روژې نیسي؟

هغه متل دی وایي:

خلک د خپلو واکمنو اخلاق او ژوند خپلوي (الناس علی دین ملوکهم) ، که هغه شرابي وي شراب زیاتیږي، که واکمن بچه بازان وي دا سپک عمل زیاتیږي، که بخيل وي خلک بخیلان کیږی، که سخي وي خلک سخاوت خوښوي، که ظالم او وحشي وی خلک ظلم او وحشت ته مخه کوي او که دیندار او عادل وي خلک تقوا او عدل خوښوي.

او په ځیني زمانو او وختونو کې داسې لیدل شوي دی.

الله اعلم الإمام ابن كثير رحمه الله.

(ﺍﻟﺰﻫﺮﺍﺕ) ﺍﻟﻤﻨﺜﻮﺭﺓ ﻻﺑﻦ ﺍﻟﺴﻤﺎﻙ ﺍﻟﻐﺮﻧﺎﻃﻲ : (٢ / ٨‏)

زموږ او ستاسو زمانه کې خو نو وینۍ چې بې عدالتي ، مرګونه ، قتلونه ، ظلمونه ، وحشتونه او بربریتونه اوج ته رسیدلي دي هر مجلس کې همدا خبرې دي.

سيد رفيع الله قلم




t