لغمان: په ۳ ميليونه افغانيو ۴۰۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

لغمان: په ۳ ميليونه افغانيو ۴۰۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

د کليو بیارغونې او پراختیا زوارت له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د مته پڼک ګورګندې په سېمه کې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د څښاک د پاکو اوبو یوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارله، چې ۴۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې وي.
د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس امان الله مياخېل د معلوماتو له مخې د اوبو د پايپ سکيم شبکه د ۳۰ مکعب مترو په حجم د اوبو ذخيره او ۲۳ د اوبو شېردانونه لري، چې ورباندې څه کم درې ميلیونه افغانۍ لګښت شوی.




t