د ملي ټیم ورزشکارانو لګښتونه، د موبایل له لارې لېږل کیږي

د ملي ټیم ورزشکارانو لګښتونه، د موبایل له لارې لېږل کیږي

د موبایل له لارې ورزشکارانو د لګښتونو لېږلو په موخه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت (اسان خدمت ادارې) او هیواد د المپیک ملي کمېټې بدنې روزنې ریاست تر مېنځ یوه هوکړه لاسلیک شوه.
په دغه غونډه کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وویل، نن په هیواد کې د ورزشکارانو له پاره یوه تاریخي ورځ ده، ځکه د دوی لګښتونو ته تازه سیسټم به د روڼتیا په برخه کې زیاته مرسته وکړي.
هاشمي زیاته کړه، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تل د هیواد له ورزشکارانو ملاتړ کوي، څو دوی په ارام فکر خپل تمریني پلانونه پلي کړي.
هاشمي وویل: «د اسان خدمت ادارې له لارې د ورزشکارانو لګښتي پیسې لېږل به، د المپیک ادارې چارو په پرمختګ کې اغېزمن ګام وي.»
نوموړي زیاته کړه: اسان خدمت اداره به د دې تړون لیک د پلې کولو له پاره خپلې هڅې پيلوي او ډېر ژر به د هیواد په کچه د ټولو ورزشکارانو لګښتونه د موبایل له لارې لېږل کیږي.
په غونډه کې، د روشن مخابراتي شبکې استازي شفیع شریفي وویل: «د دغې طرحې له عملي کولو سره به نور ورزشکاران د په ډېره اسانۍ، هیواد په هره سیمه کې د موبایل له لارې پیسې تر لاسه کوي، ځکه په وینا یې د (ام پيسه خدمت) له لارې د پیسو لېږد چټک او په رڼه توګه تر سره کیږي.»
د المپیک ملي کمېټې د بدني روزنې رییس، ډاکټر حفیظ رحیمي هم په دغه غونډه کې د مخابراتو وزارت (اسان خدمت ادارې) له تازه هڅو د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې د هیواد ورزشکاران کولای شي نور په ارام فکر خپلو تمریناتو ته دوام ورکړي.




t