میدان وردګ: د ۵۸ ښوونځیو د جوړېدو چارې ګړندۍ روانې دي

میدان وردګ: د ۵۸ ښوونځیو د جوړېدو چارې ګړندۍ روانې دي

څه وخت وړاندې په میدان وردګو ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ د ۱۴۱ ښوونځیو د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم د سيمه ییزې حکومتوالۍ د چارواکو له لوري ترسره شول.
د کلیو بیارغونې او پراختیا او پوهنې وزارتونو د ګډې اقراء برنامې له لوري دمګړۍ د یاد ولایت د مرکز میدانښار په ګډون، سیداباد، چک، نرخ، جلریز، دایمیر داد او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د ۵۸ ښوونځیو د روغولو چارې چټکې روانې دي.
په میدان وردګو ولایت کې د ولسي تړون پرګرام ولایتي مسؤل انجنیر نادر حقمل وويل: د پاتې ۸۳ ښوونځیو لپاره پروپوزل جوړ او نور کارونه یې بشپړ شوي، د بودجې له منظوروۍ وروسته به يې چارې رسماً پیل شي.
د یادو مکتبونو له جملې یو په میدانښار، ۱۹ په لومړۍ حصه بهسودو، ۱۹ په نرخ، ۹ په جلریز، شپږ په سیداباد، درې په دایمیرداد او یو په چک ولسوالیو کې تر کار لاندې دي، تر دې مهاله يې ۷۰ سلنه د رغولو چارې پر مخ تللې دي.
د حقمل په وينا د میدان وردګو ولایت په کچه د ۲۱۷ ښوونځیو د رغولو پلان لري او کېدای شي د نویو ښوونځیو شمېر تر دې هم لوړ شي.




t