د مولانا حسین واعظ کاشفي مقبرې د بیارغولو چارې پیل شوې

د مولانا حسین واعظ کاشفي مقبرې د بیارغولو چارې پیل شوې

د مولانا حسین واعظ کاشفي(رح) د مقبرې بیارغونې او مرمت کیدوچاري د هرات والي عبدالقیوم رحیمي له لوري پرانستل شوي.
د دغه پروژې د پرانستي په مراسموکې د هرات ولایت ګڼو قلموالو، فرهنګیانو او د ادب مینه والو ګډون درلود.
هرات والي عبدالقیوم رحیمي د دي ولایت تاریخي او لرغونو ودانیو حفظ او مراقبت په اړه د جدي هڅو او کوښښنودوام باندي په ټینګار سره وویل:
سیمه ییزه اداره هوډ لري ترڅو په پخوانی معماری سره د دي ولایت د باستاني او تاریخي ودانیو په رغیدو سره هرات ښار خپل هغه پخوانی برم او ارزښت ترلاسه کړي.
ښاغلي رحیمی تاریخي ودانۍ د بشري ټولنې ستره پانګه یاده کړه او له خلکو يې وغوښتل ترڅو له دولت سره د تاریخي او لرغوني سیموپه ساتنه کې مرسته وکړي.
هرات والي وايې ولایت مقام هڅه کوي ترڅو د دي ولایت د تاریخي آبداتو ساتنې لپاره له مرکزي حکومته او نړیواله مرستندویه بنسټونوڅخه لازیاته بودیجه راجذب کړي.
د مولانا حسین واعظ کاشفي زیارت د تاریخي ودانۍ چارې افغانستان کې د امریکا سفارت په مالي ملاتړ د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري عملي کیږي .
د دغه مقبرې پربیارغولو ۳۳۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځي چې چارې يې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست ترڅارنې لاندي د اچکو فرهنګي مؤسسې له لوري پرمخ وړل کیږي .
د دغه تاریخي ودانۍ بیارغونه او مرمت کیده به یوکال وخت ونیسی چې ټوله برخې به یې د پخوانۍ معمارۍ په پام کې نیولو سره ورغول شي.
د هرات د اطلاعاتو کلتور رئیس آریا رؤفیان وايې دغه پروژه کې د زیارت د بامونو خښتي کیده، د زیات د شاوخوا دیوالونو استحکامات، د کاشیو مرمت او ښایسته کیده، د سړکونو جوړیده او د زیارت د ننه او د باندي د پیاده رونو جوړیده شامل دي.
هغه مولانا حسین واعظ کاشفي نهمه پيړۍ کې د اسلامي نړۍ او تیموریانو دوري ستر شخصیت او مشهورعالم یاد کړچې بیلابیل علوم يې لوستي او په کې پوره برلاسئ و.
مولانا حسین واعظ کاشفي د خپل وخت ریاضي پوه، منجم، مفسر، لیکوال، عارف او شاعر تیرشوی چې په بیلابیلو برخوکې ګڼ علمي او لیکلي اثار ورڅخه پاته دي .




t