بهارت بهاټیا د امیتاب بچن فلمونو میلیونر کړ

بهارت بهاټیا د امیتاب بچن فلمونو میلیونر کړ

تاسو به په خپله ټولنه کي ډېر داسي خلک لیدلي وي، چي بریا يي وروسته له ډېرو هلو ځلو تر لاسه کړي وي. که له بریالیو خلکو وپوښتو، چي ستاسو د بریا راز په څه کي دي؟. نو هتمآ به د یو چا نوم درته واخلي، له چا چي هغه ډېر متاثره سوي وي. همداسي په هند کي هم سوي دي، د هند یو اوسیدونکي د بالیووډ د پاچا امیتاب بچن څخه متاثره سوي دي، چي اوس میلیونر دي.

د ګلف نيوز د راپورله مخي، هغه سړی چي د اميتاب بچن فلمونو کتلو ميليونر کړ، بهارت بهاټيا نوميږي. ۵۴ کلن بهارت بهاټیا د سټيل جوړونکي شرکت (کانرس) اجراييوي مشر دی. هغه هر کال د ۱.۲ میلیونو درهمو کاروبار ترسره کوي. هغه د ۱۸ کالو په عمر کي له هند څخه دوبۍ ته تللی و، چي هلته يې د لارې چلول پيل کړه، خو د خپلي خوارۍ او زيار له امله يې دومره پرمختګ وکړ، چي د میلیونونو درهمو د کاروبار مالک سو او اوس نوموړی د سټيل يو له لویو شرکتونو درلودونکو کسانو څخه دی.

یاد کس له رسنیو سره خبرو کي ویلي دي:((زه له پيله د اميتاب بچن ډېر لوی مينه وال وم او د نوموړی هر يو فلم به مي بيا بيا کتي. ما د اميتاب بچن له فلمونو دا درس زده کړ، چي انسان بايد پر خپل ځان باور وکړي، سخته خواري وکړي، زيار وباسي او په ټولنه کي خپل ځانګړی مقام جوړ کړي. د هغه ږغ اوس هم زما په غوږونو کي دي چي ویل يي یو څه مختلیف وکړه.))

هغه شخص چي د یو فلم ستوری متاثره کړ او اوس میلیونر دي

نوموړی زیاته کړې، چي که چيري په ۱۹۸۳ م کال کي چي هغه مهال دی ۱۸ کلن و، د اميتاب بچن له فلمونو نه وای متاثره سوی، نو خپل ارامه ژوند به يې نه پرېښوده او دوبۍ ته به د خوارۍ او سخت زيار لپاره نه راتله او نه به اوس هغه میلیونر واي اونه به په ټولنه کي یو مطرح شخص واي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t