يوې جينۍ ته! اسماعیل لاروی

يوې جينۍ ته! اسماعیل لاروی

د پوهنتون په شور کې غلې جينۍ
د چا تصوير به دې په خيال کې ګرځي؟
رنځورې سترګې دې د چا په تمه؟
دا نرګس ولې په وبال کې ګرځي؟
ـــ
د کتابونو بې حسي مې درک کړه
چې پاڼه – پاڼه زړه نا زړه اړوې
د مين زړه راز له علومو هم ورک
دا څه در پېښ دي، وخت په څه اړوي؟
ــــ
دلته سرور چپې، چپې بهېږي
ته د سوز جوړه ترانه غوندې يې
چې هر طرف يې له ښکلا مالامال
په داسې ښار کې بېګانه غوندې يې
ـــ
اور دې وي پورې په همه «ګلستان»
چې سکون نشته د مينې جينۍ
ستا له پټ درد سره مې درد شو راويښ
يه ښايستوکې، يه پتمنې جينۍ
ـــ
غواړم دا غم دې يو څه ما ته راکړې
خو قانون بل څه، مذهب بل څه وايي
رښتيا که غم راکوي، څه به راکړې
د غم ريشه او سبب بل څه وايي
ـــ
او د دې خلکو خواخوږي همدا چې
زړونه غمګين، سترګې دې نم پاتې وي
څوک دې له چا د حال پوښتنه نه کړي
په هر – هر زړه کې دې خپل غم پاتې وي
ـــ
رښتيا دا مينه هم څه بل شان ده اوس
د مصنوعي ګلانو لمس دی او بس
مينه په هيڅ زړه کې ريښه نلري
د يو و بل خوبانو لمس دی او بس
ـــ
د پوهنتون په شور کې غلې جينۍ
رنځورې سترګې دې رنځورې ښې دي
چې د حيا جنت کې ورک دی له تا
نه ترې غلمان ښه دي، نه حورې ښې دي




t