ډاکټر تیمور شاران، د اکاډميک او څېړنيز ژوند بل پړاو ته گام کښېښود!

ډاکټر تیمور شاران، د اکاډميک او څېړنيز ژوند بل پړاو ته گام کښېښود!

د انور وفا سمندر لیکنه
جمهور رئیس محمد اشرف غني د لیندۍ په (۹) نېټه، د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه ادارې د پالیسۍ او مسلکي معین داکتر تیمور شاران استعفی ومنله او نوموړی، سر له ننه خپلو اکاډمیکو او څېړنیز چارو ته ورستون شو.
په دې اړه نن د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه ادارې مرکزي تالار کې، مراسم نیول شوي ؤ. د غونډې په ترڅ کې ددغې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بیک، د وینا په ترڅ کې د ډاکتر شاران د کارنامو او غوره خدمتونو ستاینه وکړه. او هغه یې په ستاینلیک او تندیس ونازاوه. دغه راز، ددغې ادارې مالي اداري معین، د ښاروالیو چارو معین او کابل او کندهار والیانو د نورو په استازولۍ، په نوبت سره د داکتر شاران، د خدمتونو او کارنامو یادونه وکړه او هغه ته یې پخپل انتخاب کړي اکادمیک او څېړنیز کار کې د بریالیتوب او غوړېدلې راتلونکې هیله وکړه.
در پایان برنامه پاس‌داشت، داکتر شاران حین سخنرانی، ضمن تشکر از مقام رهبری اداره، معینان و سایر همکاران، دلیل استعفای‌اش را بنابر تصمیم و اراده خود و اخذ موافقه مقام عالی ریاست جمهوری، اغاز کار تحقیق و نوشتن کتاب (مداخله بین المللی و روند دولت‌سازی در افغانستان)، عنوان کرد.
او از کار دو نیم ساله‌اش در اداره ارگانهای محلی به‌عنوان فصل «افغانستان‌شناسی» زندگی‌ اکادمیک‌اش یاد نمود. و گفت که طی این مدت فرصت آن را داشت که با درد گوشه گوشه وطن و هم‌وطن‌اش بهتر بیشتر آشنا شود.
داکتر شاران، ضمن اشاره به «مشکلات عمیق سیاسی- اجتماعی» به پروسه‌های پیچیده و ناشناخته بین رده‌های قدرت سطوح مختلف حکومتداری محلی، نیز اشاره‌ی داشت. وی گفت «اگر نیت‌ها صادقانه باشد، می‌شود هرجا کار بزرگ را انجام داد.»
به باور داکتر شاران، با تعریف رابطه‌ها می‌توانیم با اسانی تغییرات کلان را به‌وجود آوریم. او ضمن اشاره به معینیت شاروالی‌ها اظهار داشت که شاروالی‌ها منبع بزرگ عواید مالی می‌باشد و با انجام اصلاحات برنامه‌ریزی شده، می‌توان جمع‌آوری عواید را جاگزین همه کمک‌های نهادهای بین المللی ساخت.
داکتر شاران معتقد است که از سیاست‌های روزمره‌گی باید به دید استراتیژیک، عبور کرد. او گفت: قانون جدید ادارات محلی و ریفورم ساختار اداره، ریفرم بودجه، طبقه‌بندی ولایات، ولسوالی‌ها و شاروالی‌ها، بودجوی ساختن ولایات و ولسوالی‌ها، و انتخابات پیشرو شاروالی‌ها، و همچنان ایجاد زون‌های انکشافی، نوید یک حکومتداری بهتر را می‌دهند.
داکتر شاران، از «تحکیم وحدت ملی» به‌عنوان آرزواش یاد نمود و گفت که دل ساده شهروند غوری و شهروند بدخشانی، همه یکی است. او همچنان ابراز ارزومندی نمود که نقش نخبه‌گان خوب شود. و اظهار داشت که با کمال تاسف فرصت‌های از دست رفته، ناشی از تداوم تراژیدی نخبه‌گان بوده‌است. و ضمن اشاره به نیمه دوم قرن بیست، خودخواهی‌های نخبه‌گان را، عامل بزرگ جنگ و بحران دانست. داکتر شاران، ضمن نقل قول از ابراهام لینکلن، گفت که افغانستان نیازمند قهرمانان سازشگر، می‌باشد. وی همچنان افزود که این‌جا قرارداد اجتماعی بین نخبه‌گان براساس اندیوالی است.
داکتر شاران ضمن ستایش مدیریت و رویکرد مردم‌گرایانه عبدالمتین بیک، رئیس عمومی این اداره، در خطاب به ایشان گفت: «از شما رهبری و مردم‌داری را اموختم.»
داکتر شاران، ضمن ابراز تشکر از معین شاروالی‌ها گفت: «لبخند پوپل صاحب، سنگ‌ها را آب می‌سازد.»
در خطاب به معین مالی و اداری گفت: «نیازی صاحب شما را بسیاری‌ها استاد می‌گوید. به شما افتخار می‌کنم.»
ضمن مخاطب ساختن والی‌های کابل، قندهار، پکتیکا، بامیان، تخار، میدان وردگ… گفت «شما هر یک برای من بزرگ بوده‌اید.
داکتر تیمور شاران سخنرانی‌ پایانی دوره ماموریت‌اش را با تشکر از همه خانواده اداره ارگانهای محلی، به اختتام برد.
د سیمه ییزه اورگانونو د اداري مالي اداري معین روح الله نیازي په وینا: «موږ درې برخو کې کار کو:
ولس سره کار، حکومتي ادارو سره کار او نړیوالې ټولنې سره کار، ما تېرو دوو کلونو کې، تاسو (داکتر شاران) په دغو دریو برخو کې کامیاب ولیدلئ. او افتخار مو در باندې کړی دی.»
د یوه شخصي نظر په توګه:
ډاکټر تیمور شاران، له هغې ورځې پېژنم، چې دغه اداره کې رسمي ماموریت پیل کړ. د خپلو معلوماتو له مخې، دا ویلای شم، چې ډاکټر شاران، د افغانستان د نوي ځوان کادر نسل، یو ځلانده استازی دی، چې د فرصتونو ایجادولو او خپلولو طلایي سباوون یې پر مخ پرانستی برېښي.
له عمومي نظره، افغانستان د بېلابېلو قومونو، فرهنګونو، او ایتنیکي- ژبنیو رنګینو له تنوع او یو بل سره ګډ ژوند او ګډ سرنوشت لرلو، عجیبه سمفوني ده. تېرې نېږدې دوه لسیزې- د جنګ او بحران له بېلابېلو فصلونو سره سره- د غوړېدنې او ځان بسیاینې یو بې ساری فرصت هم ؤ. د خوشحالۍ ځای دی، هزاره ولس- چې تاریخي وجود او سرګذشت یې، د غم او درد او ټپ اوږد سفر هم بللی شو- په بې سارې توګه د (جنګ او بحران) له ټول فصل څخه ځان را جلا او یو مخ یې ژوند، زده کړې، کار او ورځ تر بلې لا لویو فرصتونو خپلولو او په یوه نوي، خوځنده، او فعال مدني خوځښت بدلېدلو، ته مخه کړه او ښه کامیاب روان دی. نغواړم موضوع ته د ذهني استدال واسکټ ور واغوندم. خو دا په کلکه ویلای شو، چې هېڅوک مجبور نه ؤ او نه دي، چې خپل سر، آزادي او مال- دارایي په جنګ وخوري!
ستاسو د معلوماتو لپاره یوه څه د داکټر شاران له ژوند لیک څخه:
هغه له نن څخه ۳۵ کاله دمخه (۱۳۶۳) کال کې، د بامیانو ښار ته څېرمه، د (قرغنه تو) په کلي کې دنیا ته راغلی، پلار ورباندې (عبدالله) نوم ایښی ؤ، خو ترکیه کې د لوړو زده کړو پر مهال یې ځانته د (تیمور) غوره کړ.
ماشوم عبدالله د ۳ مېاشتو ؤ، چې کورنۍ یې د زابل له لارې، اوږد مزل سختۍ وزغملې او د ایران په مشهد کې ځای پرځای شول.
دغه ماشوم هلته د مدرسې ترڅنګ غالۍ اوبدل او نور کارونه هم کول. شپږم ټولګی یې چې پای ته ورساوه، له کورنۍ سره هرات ته راستون او بیا خپلې پلرنۍ مینې (قرغنه تو) ته ورسېد؛ خو هلته یې د زده‌کړو پر ځای د مڼې خرڅولې. د جمعیت او وحدت په شخړو او جګړو کې یې کورنۍ د بامیانو پرېښوولو ته اړه شوه او مزار ښار ته وکوچېده. او ځوانکي عبدالله، د مزارشریف په منډوي کې ځاولې او پلاستیکان خرڅول او بیا د سبزیګانو خرڅول پیل کړل. ورسره یې مزار کې (افغان- ترک) مکتب کې زده کړې پیل کړې، خو چې د طالبانو واکمني شوه، لومړی یې کورنۍ کډه بار کړه او بیا وروسته دی هم اړ شو، چې ځان پاکستان ته ورسوي.
د خپل استعداد او هڅو په برکت یې د ترکیې (انکارا یونیورسټي) نړیوالو اړیکو څانګه کې د زده کړو فرصت ترلاسه کړ او بیا یې د مشر ورور طاهر شاران په مشوره له هغه ځایه يې ځان انګلستان ته ورساوه او لیسانس له ترلاسه کولو وروسته یې ماستري له کمبریج پوهنتون څخه د (اقتصادي پرمختیا) په برخه کې ترلاسه کړه او ورپسې یې دکتورا د (سیاست او حکومتوالۍ) په څانګه کې د اګزیتر له پوهنتون څخه ترلاسه کړه او له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره له کار وروسته، افغانستان کې د کړکیچ د نړیوالې ډلې مشري ور وسپارل شوه، چې په دوام یې د ۱۳۹۶ کال د غوايي ۱۲ مه نېټه، د سیمه ییزه اورګانونو د پالیسۍ او مسلکي معین په توګه په دنده وګمارل شو، چې نن یې دا دنده، پخپله خوښه پرېښووده او له یوه نړیوال بنسټ سره د کړي قرار داد له مخې (په افغانستان کې نړیواله مداخله او د دولت جوړولو بهیر) کتاب لیکلو اکاډمیک کار ته مټې را بډوهلې.
داکتر شاران بېلابېل اثار هم کښلي، چې ډېر مشهور یې (شبکه یي دولت) دی.
ژوند یې له پوهنیزو لاسته راوړنو ډک اوسه!




t