کاکړ تاريخ بنسټ پارلماني چارو وزارت سره د کتابونو مرسته وکړه

کاکړ تاريخ بنسټ پارلماني چارو وزارت سره د کتابونو مرسته وکړه

د کاکړ تاريخ بنسټ د پوهاند محمد حسن کاکړ لسګونه ليکلي کتابونه چې په دې وروستيو کې د ياد بنسټ له لوري چاپ شوي دي، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت کتابتون ته د مرستې په توګه وسپارل.
د ياد بنسټ مشر سليمان خپلواک ژمنه وکړه چې د کاکړ تاريخ بنسټ له لوري به د دې وزارت له کتابتون سره د نورو چاپېدونکو کتابونو مرسته هم کوي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریيس ذکرالله فرزه‌يي د یاد بنسټ له مشر او کارکوونکو د مننې ترڅنګ هيله څرګنده کړه چې د پوهاند حسن کاکړ ليکلي ټول کتابونه د دې وزارت له کتابتون سره شريک شي. ده د پوهاند حسن کاکړ اثار په حقايقو ولاړ تحقیقات ياد کړل او هغه يې مدقق او نړيوال باور لرونکی مؤرخ وباله.
ښاغلي فرزه‌یي د پوهاند حسن کاکړ د اثارو لوستل د تاريخ د برخې د مينه والو او په ټوله کې له تاريخ څخه د سم خبراوي او پوهاوي په موخه د نوي نسل لپاره اړين وبلل.




t