د سیرت مطالعه!

د سیرت مطالعه!

د شفیع الله تاند ژباړه

د نبي علیه السلام په سیرت بیلا بیلو ژبو کې بې شمیره کتابونه لیکل شوي دي، خو د علم خاوندانو لخوا په دې لیکل شویو کتابونو کې په عمومي ډول یوه ګډه کمي ترسترګو کیږي هغه دا چې دا کتابونه تر ډیره بریده د تقدس جذبې له مخې لیکل شوي دي، دا طریقه د عقیدتمندۍ مطالعې له پلوه مهمه کیدی شي،مګر له علمي پلوه په دا ډول طرز د لیکل شویو کتابونو اهمیت ډیر نه دی، همدا لامل دی چې د ختیځپوهانو اکثره لیکل شويو کتابونو علمي قدر او بیه د مسلمانانو هغو په پرتله زیاته وي ـ ختیځپوهان د خپلې موضوعي (Objective)مطالعې پر بنسټ اکثره هغه قیمتي نکتې راباسي چې ترې زموږ سیرت لیکوال یې له ترلاسه کولو عاجز دي ـ
د بیلګې په ډول،ای ـ ای ـ کلیټ یو انګلیس ختیځپوه دی پخپل یوه کتاب کې د اسلام پیغمبر یادونه کوي لیکي چې ……. :
د اسلام پیغمبر له ستونزو او سختو سره په دې عزم مبارزه وکړه چې له ناکامۍ څخه کامیابي وزبیښي راویې باسي.
په اوسنۍ زمانه کې په رسول علیه السلام بې شمېره نعتیه قصیدې لیکل شوې دي او بې شمیره مدحیه کتابونه هم ـ مګر زه فکر کوم چې د لویدیځوال ختیځپوه پورتنۍ جمله د مسلمانو شاعرانو او لیکوالو په لیکل شویو ټولو منظوم او منثورو نعتونو درنه ده ـ یاده جمله د ویونکي لپاره د لارې نښې حیثیت لري او د مسلمانانو په لیکل شويو مدحیه تحریرونو کې ویونکي ته یوازې د ویاړ یا تقدس خواړه ترلاسه کیږي ـ له دې لارې ویونکي ته هغه لارښوونه نه په برخه کیږي چې په قرآن کې ورته اسوه حسنه ویل شوې ده ـ ( الاحزاب ۲۱)
په دې موضوع د یوه نامتو لیکوال کتاب ،السیره النبویه چاپ شوی دی ـ په سرلیکنه کې لیکوال لیکلي چې ….. لیکوال پوهیده چې د سیرت په موضوع لیکوالو ډیر مهم کتابونه لیکلي دي،خو مولف دا خپله نیکمرغي وګڼله چې د سیرت په عظیمه موضوع یو نوی کتاب ولیکي او په دې توګه دی هم د سیرت لیکوالو په دې نوراني لړ کې راشي ـ
ښکاره خبره ده چې دا د مطالعې کومه علمي طریقه نه ده د دا ډول طرز مطالعې پایله دا شوه چې د سیرت موضوع د مسلمانانو تر منځ د علمي او فکري ارتقاء ذریعه جوړه نه شوه ـ یوازې د عقیدت مندۍ د جذباتو تسکین یا د فخر و مباهاتو د څرګندونې ذریعه شوه او همداسې پسې پاتې شوه.
په اوسنۍ زمانه کې د سیرت په موضوع چې کوم کتابونه لیکل شوي دي هغه تر ډیره پورې له همدې جملې دي هغه د مسلمانانو لپاره د ویاړ کتاب خامخا دی، خو په حقیقت کې د رهنمایي کتاب یا کتاب اسوه نه دی.
ـ څو بیلګې
زموږ سیرت لیکوال چې کله د سیرت په موضوع لیکل کوي،نو اکثره داسې کوي چې له بعثت وړاندې د عربو د حالت ډیر تورتم انځور وړاندې کوي، وایي چې له بعثت مخکې ټول عرب په تیاره کې وه، له اخلاقي پلوه هغوی وحشي ګرځیدلي وو ـ لسګونو ښځو سره په نکاح کولو به یې خپل کور کې ساتلې ـ د نجونو په زیږیدو سره به یې وژلې او … ـ دا ډول خبرې د اسلام پیغمبر د کارنامو لوړونې لپاره لیکل کیږي ـ دا خلک فکر کوي چې تر څو عرب تر وروستي بریده خراب ثابت نه شي،د اسلام د پیغمبر عظمت نه شي ښکاره کیدی ـ مګر دا نه یوازې د تاریخ خلاف کار دی خپله د قرآن او حدیث خلاف هم دی ـ
د دا ډول خبرو زیان دا دی چې په مسلمانانو کې علمي نقطه نظر پیدا نه کړل شو ـ مسلمان د حقیقت خوښي قام جوړیدو پر ځای په اورلړوني خیالاتو کې ژوند کوونکی قام ګرځیدلی.
هر حقیقت په علمي او تاریخي حیثیت ګڼل ورته ممکن نه شو، تر مشرانو پورې یې دا حال دی چې هغوی یوازې د بیړنیو اصطلاحګانو په سوچ کولو پوهیږي ـ په علمي اصطلاحګانو سوچ کول ورته ممکن نه دی.
له قرآن معلومیږي چې الله تعالی پیغمبر اکرم په غوره خلکو کې پیدا کړ ـ ( الانعام ۱۲۴)
د دې لا تفصیل په روایتونو کې راغلی دی، محبوب علیه السلام فرمایلي چې: الله انسانان پیدا کړل بیا یې زه په غوره انسانانو کې راپورته کړم ( تفسیر ابن کثیر ۲/ ۱۷۳) ـ
له دې ښکاره ثابتیږي چې نبي کریم په کومو عربو کې مبعوث شو،هغوی د اخلاقو او کړنو له پلوه په ټوله نړۍ کې تر ټولو غوره خلک وو ـ حقیقت دا دی چې ځکه خو دا شونې شوه چې هغه یو داسې انقلاب راوست چې بیلګه یې په تاریخ کې نشته، که د عرب دا خلک هاغه شان بد خلک وای څنګه چې زموږ په کتابونو کې په ګوته کیږي، نو به د پیغمبر د اصحابو هغه لوړ ټیم او ډله نه جوړیده چې په قرآن کې ورته د خیر امت ویل شوی دی ـ ( آل عمران ۱۱۰) او چې له امله یې د توحید دین عظیم تاریخ رامنځته کړ ـ همدا هغه حقیقت دی چې په حدیث کې ورته په دې الفاظو اشاره شوې ده: خیارکم فی الجاهلیه خیارکم فی الاسلام اذ فقهو ـ ( فتح الباری ۴۷۷/۶)
د سیرت مطالعې پورتنۍ طریقه ټوله مساله غیر علمي کړه ـ مثلا یو لوری دا وایي چې له بعثت مخکې د عرب خلکو په لسګونو ښځې ساتلې، بل خوا په همدې کتابونو کې دا وایي چې دې عربو به خپلې لوڼې له زیږیدو وروسته وژلې، اوس پوښتنه دا ده چې په کومه ټولنه کې چې نجونې ژوندۍ خښول کیدې هلته ښځې په دومره ګڼ شمیر کې څنګه وموندل شي چې خلکو ته دا موقع ترلاسه شي چې هغوی په ګڼ شمیر سره ښځې پخپلو کورونو کې ولري.

ـ اصل خبره دا ده چې د ډیر شمیر نکاح کولو دود یوازې په ځینو سردارانو کې و، نه په عامو عربو کې ـ او دې سردارانو هم دا عمل د دې لپاره کاوه چې له بیلا بیلو قبایلو سره په خپلوۍ کولو سره یې د خپلې سردارۍ لاندې متحد کړي ـ
همدا رواج د اسلام پیغمبر هم د اسلام په حق کې وکاروه، هغه هم د بیلا بیلو قبایلو میرمنې پخپله نکاح کې واخیستې، دې لپاره چې دا قبایل له جنګ پرته د اسلام پلویان شي.
تر کومه ځایه چې د نجونو ژوندۍ خښونې معامله ده، نو هغه یوازې په استثنایي توګه په ځینو غریبو قبایلو کې وه عامو عربو به دا ډیره سخته معیوبه ګڼله، آن تر دې چې هغوی به د غریبو کورنیو مالي مرسته کوله دې لپاره چې له دې وحشي دوده لاس واخلي ـ

دویمه برخه
د دې لړۍ یوه عامه تېروتنه دا ده چې د خپلې وړاندوینې په توګه دا فرض کړل شوې ده چې تر ټولو لویه کارنامه له ” باطل” سره ټکر دی ځکه خو د پیغمبر همغه انځور لوړ انځور دی چې هغه پکې له خلکو سره په جنګ کې ترسترګو شي.
د دې تېروتنې پر بنسټ زموږ سیرت لیکوال تل د اسلام پیغمبر د یوه جنګیدونکي پیغمبر په شکل کې وړاندې کوي آن دا چې د سیرت کتابونو لپاره د مغازي لفظ کارول کیږي مغازي ابن اسحق او …
خو اصل حقیقت د دې بیخي سرچپه دی ـ د اسلام د پیغمبر حقیقي سیرت د جنګ او شخړې مثال نه دی، بلکې د امن، صبر او زغم مثال دی د اسلام د پیغمبر موخه د خلکو لمنځه وړنه نه وه بلکې ژوند ورکونه وه ـ قرآن کې ارشاد دی:
ـ ای ایمان لرونکیو،د الله او رسول غوښتنې ته لبیک ووایئ ځکه چې رسول الله مو هغه لوري ته بلي چې تاسې ته ژوند بخښي ـ ( الانفال: ۲۴)
قرآن کې ویل شوي دي چې د پیغمبر له لارې کوم دین چې خلکو ته لیږل شوی دی هغه دین د مړو زړونو ژوندی کوونکی دی دا پیغام پخپل ذات کې ژوند بخښونکی صفت لري ـ قرآن مبارک کې ارشاد شوی دی:
ـ ایا هغه شخص چې مړ و، بیا موږ ورته ژوند ورکړ او یوه رڼا مو ورته وبخښله چې له دې سره ځي …. ـ
له دې او دې غوندې نورو آیتونو نه معلومیږي چې د پیغمبر تګلاره او مبارزه د شاهانو له مبارزې بېله وه ـ
د یوه پاچا موخه دا وي چې خلک تر خپل اغیز لاندې راولي مغلوب یې کړي او خپل حکومت پرې وکړي دې لپاره خو پاچا تل د ” جنګ او تشدد” میتود غوره کوي ځکه چې له دې پرته یې موخه نه ترلاسه کیږي ـ
خو د پیغمبر موخه په خلکو واکمنیدنه نه وه بلکې د خلکو زړه او دماغ بدلونه یې موخه وه،دې لپاره چې لوړ روحاني ژوند وکړي او د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ وړ شي.
پیغمبر به خلکو ته د خپل حریف یا دښمن په توګه نه کتل ـ بلکې یوازې د انسان په توګه یې ورته کتل، هغه د هر انسان خواخوږی و، د هغه په زړه کې د ټولو خلکو لپاره د خیررسونې جذبه او احساس و ، خلکو ته به یې په دې نظر کتل څنګه چې یوه مور خپلو اولادونو ته ګوري ـ د پیغمبر ځانګړی صفت شفقت په خلکو دی، آن هغه مهال هم چې خلکو پرې زیاتی کاوه خلکو به زیان وررساوه.
پیغمبر د سړي دننه ویده شوی فطرت بیداروه او د هر چا په سینه کې یې د ربانیت بڼ زرغونیدل غوښتل ـ هغه غواړي چې هر شخص د فکر او عمل له پلوه یو نیک انسان جوړ شي.
دا ډول موخه هیڅکله هم په جنګ او ټکر نه ترلاسه کیږي بلکې په دې توګه ترلاسه کیږي چې که خلک بې لارې شوي هم وي بیا هم ورسره په یوه اړخیز ډول مینه وکړئ زړه یې خپل کړئ د خلکو شته حالت ته په پام یې راتلونکي ته وګورئ په دا ډول مثبته کړنه اوسیدل له صبر او زغم پرته شونې نه ده ځکه خو په قرآن کې پیغمبر ته بیا ـ بیا د صبر او اعراض ټینګار شوی دی.
د دې یو بې بریده صورت هغه دی چې په قرآن کې ورته تالیف قلب ( التوبه:۶۰) ویل شوی دی ـ یعنې خپل مزاج شاته اچول او د نورو مزاج رعایتول ـ د اسلام پیغمبر له خپلو مدعو خلکو سره په هره مرحله کې د تالیف قلب همدا طریقه غوره کړه په دې هکله تر دې پورې لاړ چې مدینې ته له ورتلو وروسته یې نږدې یونیم کال پورې د یهودو قبله خپله قبله وګرځوله ـ دا د مدینې یهودو د زړونو لاسته راوړنې ( تالیف قلب) لپاره وه، هغه په دې هیله و چې د هغه ځای یهود ورسره نږدې شي د هغه خبرې له کومې اندیښنې پرته واوري ـ ( الجامع لاحکام القرآن للقرطبي) ۱۵۰/۲

درېیمه برخه

د سیرت مطالعه
وروستۍ برخه

دلته د مسلمانو لیکوالو د سیرت مطالعې د شهرت پوخ شوی خوی دا دی چې دوی د اسلام پیغمبر پوره نمونه ګڼي او د اسوه کامله تر عنوان لاندې یې د سیرت مطالعه کوي دا میتود نه یوازې علمي نه دی بلکې قرآني هم نه دی ـ
اسوه کامله که د پیغمبر د سیرت د مطالعې عنوان وګڼل شي،نو لومړۍ پوښتنه دا پیدا کیږي چې د دې تصور ماخذ څه دی ـ په دې اړه علمي میتود دا دی چې تر هر څه لومړی له قرآن او حدیث دا ثابته کړل شي چې د هغه د اسوه حیثیت د اسوه کامله هغه و،یعنې پوره بیلګه ـ که له قرآن او حدیث دا تصور ثابت نه شي، نو دا ټول بحث به په ابتدایي توګه بې بنسټه وګڼل شي،خو عجیبه خبره دا ده چې کومو سیرت لیکوالو اسوه کامله عنوان کړی دی او د پیغمبر د سیرت مطالعه یې کړې له هغوی څخه نږدې یوه هم دا ابتدایي علمي شرط نه دی پوره کړی ـ
له علمي پلوه سمه خبره دا ده چې په قرآن کې پیغمبر علیه السلام د اسوه حسنه په توګه وړاندې کړل شوی دی ـ نه د اسوه کامله په نوم.
د اسوه کامله مطلب دا دی چې د ژوند هرې مسالې لپاره، هغه که په هره زمانه کې رامنځته شوې د هغه ص په ذات کې د دې ژوندۍ بیلګه شته دی،خو د پېښې په توګه داسې کاملیت بیخي شونی نه دی.
د بیلګې په ډول یو سړی د رسول الله په نزد د لور روزنې نمونه خو موندی شي مګر د زوی روزنې بیلګه نه ـ
خپلو خپلوانو سره د ښو او نیکو کړنو بیلګه به ترې واخیستی شي، خو له مور و پلار سره د ښو اړیکو نمونه نشي اخیستی ـ په دې اړه کره خبره دا ده چې د اسلام د پیغمبر حیثیت د اسوه حسنه دی ـ نه د اسوه کامله ـ همدا تصور له قرآن ثابت دی او همدا په علمي توګه درسته ده.
د علمي مطالعې پرځای د عقیدتمندۍ مطالعې دا زیان شو چې زموږ سیرت لیکوالو ډیر زیات داسې حقیقتونه ترلاسه نه کړی شول چې په قرآن کې صراحتا راغلي وو ـ
په هغو کې یوه یې د معجزې مساله ده ـ زموږ سیرت لیکوال په عامه توګه په کثرت سره د پیغمبر علیه السلام د معجزو یادونه کوي ـ مګر دا پوره تصور د قرآن خلاف دی په قرآن کې په څرګنده توګه ویل شوي دي چې د اسلام پیغمبر ته دا ډول معجزې نه دي ورکړل شوې، کومې چې تېرو پیغمبرانو ته ورکړل شوې وې ـ
د اسلام له پیغمبر به مخاطبینو دا غوښتنه کوله چې که ته پیغمبر یې،نو د نورو پیغمبرانو غوندې حسي ( احساسیدونکې) معجزه راته وښایه ـ د اسلام پیغمبر به د خلکو د هدایت په هیله په دې لټه کې شو چې د الله تعالی له لوري ورته داسې یوه معجزه ښکاره شي.
مګر په قرآن کې د هغه د دې خواهش په ردونې داسې فرمایل شوي دي:
ـ او ( ای نبي ص) که د دې خلکو بې رخي نه شې برداشت کولی، نو که وس دې رسي په زمکه کې چیرته یو سرنګ ولټوه،یا آسمان ته یوه پړوۍ کیږده او دوی ته د یوې نښې راوړو هڅه وکړه او که الله تعالی غوښتی ،نو ټول به یې په هدایت یوځای کړي وو،نو د ناپوهو خلکو په شان مه کیږه.
( الانعام: ۳۵)
د قرآن په بل ځای کې د دې خپلواکې پالیسۍ اعلان شوی دی چې د تېرو پیغمبرانو اپوټه وروستي پیغمبر ته به حسي معجزې نه ورکول کیږي ـ د قرآن لاندینی آیت د دې په حق کې غوڅ ثبوت دی:
او موږ نښې لیږل ځکه منع کړې چې تېرو خلکو دا دروغجنې کړې وې او موږ ثمودیانو ته اوښه( د صالح ع د نبوت) ښکاره نښه ورکړه هغوی پرې ظلم وکړ او موږ خو داسې معجزې د ویرونې لپاره لیږو.
( بني اسرائیل: ۵۹)
دا د غیرعلمي مطالعې یو ښکاره مثال دی زموږ سیرت لیکوالو ته محسوس شوه چې که هغوی دا ومني چې د اسلام پیغمبر ته حسي معجزې نه وې ورکړل شوې، نو ګنې د تېرو پیغمبرانو په پرتله به کم راشي ـ ځکه یې نو په غیر واقعي توګه د هغه له ذات مبارک سره ډیرې معجزې وتړلې ـ په داسې حال کې چې په قرآن کې په غوڅ ډول د دې تردید موجود و ـ
خپله په حدیث کې هم د دې صراحت شته دی چې دا ډول معجزې ورته نه وې ورکړل شوې لکه مخکنیو نبیانو ته چې ورکړل شوې وې ـ په دې لړ کې د صحیح بخاري دا حدیث د پریکړه کوونکي حیثیت لري ـ حضرت ابوهریره وایي چې رسوالله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په نبیانو کې هر یوه نبي ته داسې نښې ورکړل شوې چې د هغه زمانې خلکو غوښتلې ـ او ماته د وحې( قرآن) معجزه راکړل شوه ـ ځکه خو هیله من یم چې په قیامت کې به په ما د ایمان راوړنکو شمېر تر ټولو ډیر شي.( فتح الباري۶۱۹/۸)
اصل خبره دا ده چې کوم واقعات د اسلام د پیغمبر د معجزو په توګه بیانیږي هغه ټول د نصرت واقعات دي چې له هر مومن سره کیږي او له پیغمبر علیه السلام سره تر ټولو زیات او په ښه شکل شوي دي.
معجزه د یوې داسې قانون ضد پېښې نوم دی چې د مخاطبینو په غوښتنه وړاندې شوې وي لکه د موسی د امسا معجزه ـ خو دا ډول معجزه د اسلام پیغمبر په ژوند کې ثابت نه ده ـ
د سپوږمۍ په منځ دوه کیدنې( شق قمر) پېښه هم کومه غوښتل شوې معجزه نه ده بلکې هغه د یوې فلکیاتي نښې حیثیت لري ـ تل داسې کیږي چې د فطرت په نړۍ کې ځینې نایابه پېښې رامنځته کیږي چې د حق داعي یې د خپل ريښتوني پیغام د ثبوت په توګه وړاندې کوي ـ
د اسلام پیغمبر د شق قمر فلکیاتي پېښه په همدې توګه د آسماني نښې په توګه وړاندې کړه ـ
له روایاتو معلومیږي چې په دې مساله کې داسې ونه شول چې منکرینو له هغه غوښتنه وکړه او له غوښتنې وروسته پیغمبر د هغوی پر وړاندې سپوږمۍ دوه ټوټې کړه ویې ویل چې دا وګورئ زما معجزه ـ
د دې اپوټه له روایاتو معلومه شوې چې رسول الله له خپلو ځینو صحابوو سره په مکه کې و ( نه له مشرکینو سره) هغه وخت دا پېښه وشوه چې دا یې وښوده چې سپوږمۍ دوه ځایه شوې ده دې ته په پام یې خپلو صحابوو ته وفرمایل چې وګورئ دا یوه خدایي نښه ده ـ ( تفسیر ابن کثیر۴ /۲۶۲-۲۶۳).
مولانا وحیدالدین خان




t