میکرونیزیا

میکرونیزیا

حشمت نوري

میکرونیزیا په اوقیانوسیه کې د شمالي ارام سمندر په لوېدیځه خوا کې د پالوو د ټاپوګانو ختیځې خوا ته د ګوام د ټاپو په جنوب لوېدیځ لور کې، د ختیځ طول البلدونو د ۱۵۸ او ۱۵۹ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۶ او ۸ درجو ترمنځ موقعیت لري، چې پراخوالی یې څه باندې ۲۷۰ کیلومتره ته رسېږي.

 دغه هېواد په وچه کې له کوم بل هېواد سره ګډه پوله نه لري او په سمندر کې له لاندې ټاپوګانو سره ګډه پوله لري: ختیځ ته یې د مارشال ټاپو، لوېدیځ ته یې د پالوو ټاپو، شمال ته یې د ماریانا ټاپو او جنوب ته یې پاپوانیوګیني ټاپو پروت دی.

 میکرونیزیا د استوا کرښې ته نږدې پروت دی، ځکه خو یې هوا توده او د ارام سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله ډېره لنده ده. په دغه ټول هېواد په تېره بیا په ختیځو ټاپوګانو کې ټول کال اورښت کېږي. دغه هېواد د سمندري توپانونو د کرښې په جنوبي څنډه کې موقعیت لري او له دې امله کله کله ډېر درانده زیانونه ګالي. د دغه هېواد پلازمېنه د پالیکر ښار دی او د نفوس شمېر یې ۱۰۰ زرو کسانو ته رسېږي چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۵۸ کسان ژوند کوي.

 د میکرونیزیا ۳۰ سلنه وګړي په ښارونو او ۷۰ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري. د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي او لیکدود یې لاتیني دی. میکرونیزیا د اداري وېش له پلوه په څلورو ولایتونو وېشل شوی دی.

 د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري او لومړنی اساسي قانون یې د ۱۹۷۹ ز کال د مې په لسمه نافذ شوی دی. دغه هېواد د امریکا له متحده ایالاتو سره د خپلواکو اړیکو یو تړون لري، چې د ۱۹۸۶ ز کال د نومبر په درېیمه یې لاسلیک کړی او په ځینو مواردو کې یې بدلونونه راوستي دي.

د میکرونیزیا اوسنی ولسمشر مارتین کریستینا دی چې د لومړي وزیر چارې هم پر مخ بیايي. د دغه هېواد ولسمشر او د هغه مرستیال د هېواد د ولسي جرګې له خوا، د جرګې د هغو څلورو غړو له منځ څخه ټاکل کېږي، چې د څلورو ولایتونو استازيتوب کوي. د دغه هېواد ولسمشر د قانون له مخې دوه ځلې کار کولای شي. د میکرونیزیا ولسي جرګه ۱۴ غړي لري چې څلور یې د څلورو ولایتونو د خلکو په خوښه د څلورو کلونو او لس نور یې د نفوس په انډول د خلکو په خوښه د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

 په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي. د میکرونیزیا حقوقي نظام پر هغه قوانینو ولاړ دی چې د قیمومیت لاندې سیمو د اصولو له مخې جوړ شوی دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی. د ۱۹۸۶ ز کال د نومبر په درېيمه یې د ملګرو ملتونو تر قیمومیت لاندې له امریکا څخه خپلواکي واخیسته او هر کال د مې لسمه د خپلواکۍ د ورځ په نوم پکې نمانځل کېږي.

 کرنه او کب نیونه د میکرونیزیا د ټاپوګانو د اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي. دغه هېواد داسې لږ کانې زېرمې لري چې د ایستلو وړ او اقتصادي وي، لکه فاسفیټ او نور.

دغه هېواد د خپل ښکلي طبیعي جوړښت له امله، د ډېرو سیلانیانو د ورتګ په تمه دی، خو له نورې نړۍ څخه د ډېر لرې والي او د هوايي ډګرونو، پارکونو او هوټلونو د لږوالي له امله کم کسان دغه وړوکي ټاپوییز هېواد ته د ورتګ زړه ښه کوي.

په ۱۹۷۹ ز کال کې میکرونیزیا له امریکا سره د خپلواکو اړیکو داسې یو تړون لاسلیک کړ، چې د هغې له مخې به امریکا دغه هېواد ته د ۱۵ کلونو لپاره ۱،۳ بلیون ډالره تخنیکې او مالي مرسته ورکوي.

په ۲۰۰۰ ز کال کې د دې مرستې په کلنۍ ورکړه کې ۲۰ سلنه لږوالی راغی، چې یادې مرستې د دغه هېواد ۵۷ سلنه عواید برابرول. د عوایدو کموالي د هېواد اقتصاد له سختو مالي ستونزو سره مخ کړ، خو له امریکا سره د میکرونیزیا د خپلواکو اړیکو په تړون نوې کتنې، امریکا دې ته ژمنه کړه چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې به له دغه هېواد سره مرسته کوي.

 د میکرونیزیا ډېر لرې جغرافیایي موقعیت او د اقتصادي بنسټیزو جوړښتونو نشتوالي، دغه هېواد ته اقتصادي زیانونه اړولي دي. اوس اوس یې له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد اقتصاد ښه لوري ته روان دی.

 سیلانیان، لرګي، ملغلرې، وړۍ، د کبانو پروسس، ساختماني مواد او لاسي کارونه یې مهم صنعتي فکټورونه دي.

 د دغه هېواد ۷ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، ۴۴ سلنه یې ځنګلونو او څړځایونو او پاتې نوره یې غرونو، ډبرینو جوړښتونو، غونډیو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

 تور مرچ، ږدن، خواږه کچالو، د استوایي سیمو مېوې، سابه، غوښه، هګۍ، لبنیات او واښه د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي. فاسفیټ، سره زر او د سمندر د تل کاني زېرمې چې ایستل یې غټه پانګه او پرمختللي وسایل او ټکنالوژي غواړي، د دغه هېواد مهم کانونه بلل کېږي. جاپان، امریکا، اسټرالیا او چین یې غټ تجارتي شریکان دي. میکرونیزیا لس هوایي ډګرونه لري چې شپږ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.

 د ټلیفون کود یې ۰۰۶۹۱ او د انټرنېټ کود یې بیا اف ام دی، چې پنځه زره کسان ورته لاسرسی لري.

 په دغه هېواد کې ټلوېزیوني خپرونې نشته، خو هر ټاپو داسې کېبل لري چې د نړۍ د سترو شبکو خپرونې پرې کتلای شي. خصوصي سکټور یې بیا لس راډیوګانې لري. پردې سربېره ۷ ورځپاڼې، ۳۵ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ لري، چې په بېلابېلو رسمې او انګلیسي ژبه خپرېږي. په میکرونیزیا کې هر کال تر ۲۰۰ عنوانه نوي کتابونه له چاپه راوځي او هر کال هر سړی په منځنۍ توګه یو کیلوګرام کاغذ د لیکلو، لوستلو او خپرولو لپاره کاروي.

 دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د اسټرالیا او نړۍ په پرمختلونکو هېوادونو کې راځي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته، ۹۵ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي.

په دغه هېواد کې زده کړه له ۶ تر ۱۳ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده. په میکرونیزیا کې د هوا او چاپېریال ساتنه ښه ده او داسې اسانتیاوې شته، چې له اړو خلکو سره د ناروغتیا، وزګارتیا، زړښت او معلولیت په وخت کې مرستې وکړي.

 میکرونیزیا اصل کې یوناني نوم دی او د ډېرو کوچنیو ټاپوګانو مانا ورکوي. مارشال کارولني او ماریانا ټاپوګان په ستره مانا د میکرونیزیا د ټاپوګانو په ټولګي کې راځي، خو په ځانګړې توګه میکرونیزیا د کارولین د ټاپوګانو یوې برخې ته ویل کېږي.

 دغه ټاپوګان چې میکرونیزیایي او پولي نیزیایي خلک پکې اوسېدل، په ۱۵۳۱ ز کال کې د اسپانوي فردنیاند له خوا وپېژندل شول.

نوموړي پر دغو ټاپوګانو د غلو د ټاپوګانو نوم کېښود، لږ وروسته دغه نوم ماریانا شو. ماریانا هغه وخت د اتریش او اسپانیا ملکه وه او ورو ورو ځینې اسپانويان او اروپایان هلته لاړل او په دغو ټاپوګانو کې یې د سوداګرۍ ترڅنګ، عصري کرنه دود کړه او هلته یې د اسپانیې د دولت ادارې پرانیستلې.

 په ۱۸۵۵ ز کال کې المانیانو هڅه وکړه چې دغه ټاپوګان ونیسي، خو اسپانویانو د واتیکان او پاپ په مرسته د المانیانو هڅې شنډې کړې او د ماریانا پر ټاپوګانو یې خپله ولکه ټینګه کړه. په ۱۸۸۸ ز کال کې د کوام ټاپو د پاریس تړون له مخې، امریکا ته ورکړل شوه او یو کال وروسته المان دغه ټاپوګان له اسپانیې څخه په بیه واخیستل.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې جاپاني پوځونو دغه ټاپوګان ونیول او له همدې ځایه یې په پل هابر یرغل وکړ او په دې توګه یې د ارام سمندر ستره او تاریخي جګړه پیل کړه. په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپاني پوځونو تر ماتې وروسته، دغه ټاپوګان د امریکا لاس ته ورغلل. د ۱۹۹۴ ز کال د اپرېل په دویمه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارام سمندر د قیمومیت سیمه جوړه کړه او د شمالي ماریانا کارولین او ارشال د ټاپوګانو اداره یې د امریکا متحده ایالاتو ته وسپاره.

امریکا په سیمه کې یوه ستره پوځي اډه جوړه کړه او د دغو ټاپوګانو د دفاع او بهرنۍ چارې یې په خپل لاس کې واخیستې. امریکا په ۱۹۷۹ ز کال کې میکرونیزیا ته کورواکي ورکړه، امریکا د ۱۹۸۲ ز کال په اکټوبر کې د مارشال د ټاپوګانو او د میکرونیزیا د فدرالي ایالتونو کورنۍ چارې دوی ته پرېښودې.

په ۱۹۹۰ ز کال کې سمندري توپان د میکرونیزیا ټاپوګانو ته ډېر زیانونه واړول، ۹۵ سلنه کښتونه وران او ۵۰۰۰ کسانو بې کوره شول. د ۱۹۹۱ ز کال په مارچ کې، بیلي د خلکو رایې وګټلې او د میکرونیزیا ولسمشر شو.

په همدغه کال کې میکرونیزیا د ملګروملتونو او د ۱۹۹۳ ز کال په جولای کې د نړیوال وجهي صندوق غړیتوب تر لاسه کړ.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د میکرونیزیا نوم نشته، ځکه خو ډواړه هېوادونه خپلو کې کوم راز اړیکې نه لري. د کابل او پالیکر ښارونو ترمنځ زماني توپیر ۶:۳۰ ساعته او د هوا له لارې واټن بیا ۹۶۲۷ کیلومترو ته رسېږي.



د هېوادونو پېژندنې لړۍ
t