د اوسنۍ دندې لار مو شتمنۍ ته غځېدلې ده؟

د اوسنۍ دندې لار مو شتمنۍ ته غځېدلې ده؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

شتمنۍ ته رسېدل یوازې د میاشتنۍ تنخوا له لارې چې یو نارینه یا ښځه یې اخلي، ممکن نه دي، بلکې له دې څخه زیاتې هڅې او تر څنګ یې نور کارو بار ته هم اړتیا ده. کېدای شي دغه څه تاسو هم تجربه کړي وي. ډېری د کارو بار څښتنانو کلونه مبارزه کړې ده. ټول خلک د دې هڅه کوي او دا یې غوښتنه وي چې شتمن شي، خو بیا هم ۹۹ سلنه خلک پر دې چاره نه بریالي کېږي. دا ځکه چې دوی نه یوازې یو روښانه مسیر نه وي ټاکلی، بلکې د دې کار لپاره هېڅ فارمول هم نه لري.

د پیسو ګټل یوازې لومړنۍ پانګې ته اړتیا نه لري، بلکې کلکه اراده غواړي. له پانګو څخه سمه ګټه اخیستل یوه خدای ورکړې وړتیا غواړي. یو کس هرو مرو په دې څلور حالتو کې د یوه حالت درلودونکی وي؛

۱- د کارو بار مالک

۲- کار کوونکی

۳-‍ پانګه وال

۴- د ازاد کارو بار درلودونکی

شتمنۍ ته د رسېدو مسیر ډېرې لوړې ځوړې نه لري. که غواړی مالي خپلواکي ولری او شتمنۍ ته د رسېدو مسیر پیدا کړی، نو هرو مرو باید له پورتنیو څلورو مواردو څخه د یوه درلودونکي وی. کله چې له پورتنیو حالاتو څخه یو در پکې و، نو اړ یاست چې د وخت په تېرېدو سره بل هم خپل کړی، ځکه دا ټول په یو بل پورې تړلي او د یو او بل تکمیلوونکي دي.

لومړی باید پوه شی چې له پورتنیو ډلو څخه په کومه یوه کې راځی، څو شتمنۍ ته د رسېدو په مسیر کې بل هغه ملګری درته پیدا کړی، چې د یوه بل مهارت درلودونکی وي. معلومه خبره ده چې د مالي پوهې له درلودلو پرته هېڅوک تاسو ته خپله پانګه نه درکوي؛ ځکه هغوی په داسې کسانو پسې ګرځي چې هرو مرو باید پوره وړتیا ولري.

کار کوونکي د پیسو په بدل کې د یوه کس یا شرکت لپاره کار کوي. د خپل ځان لپاره کار کوونکي هغه دي چې په ورځني ډول خپل ځان چلوي. د کار څښتن خو معلومه خبره ده چې ډېره ګټه به هغه ته ورځي.

ډېری کسان دا وړتیا لري چې له ذکر شویو څلورو مهارتونو څخه یو لري، څو وکولای شي له دې لارې ځان د شتمن کېدو مسیر ته برابر کړي. دا چې دا څلور مهارتونه له یو بل څخه بېل دي، نو له دې لارې د پیسو ګټلو چل هم توپیر کوي. ډېره هڅه مو باید دا وي چې یا مو پانګه خپله وي او یا هم د پانګه وال لپاره لومړی لاس کس اوسی، ځکه په دې سره تاسو کولای شی ژر د شتمنۍ څښتنان شی.

که غواړی ژر پر دې دوو کسانو باندې بدل شی، نو ښه ده چې پر خپله ژبه واکمن وی؛ ځکه خبرې کول او تر څنګ یې عمل، ژمنتیا او کلکه اراده هغه څه دي چې خلک ډېر ژر پر تاسو باندې باور وکړي. تاسو باید دا زده کړئ چې کومه کلمه چېرته او کله وکاروی او یا یې ونه کاروی. د بېلګې په توګه، (ریسک). د ځینو کسانو لپاره دا کلمه کېدای شي دومره جدي نه وي، خو د یوه کار کوونکي لپاره بیا دغه څه کېدای شي بیخي وېروونکي وي.

د کارو بار د اصلي څښتنانو شعار دا وي: «ولې موږ خپله کار وکړو.» ولې یو بل څوک پیدا نه کړم چې کار راته وکړي او تر ما یې ښه وکړي.

په کارو بار کې د بریا لپاره باید د رهبرۍ اصول زده کړو. د رهبرۍ اصول په دې مانا دي چې تاسو د خپلو کار کوونکو مهارتونه و پېژنی او را برسېره یې کړی. د مالي راپورونو څېړل، مارکېټېنګ، خرڅلاو، حسابداري، مدیریت، تولید او مذاکره هم په دې برخه کې خورا اړین دي.

د دې لپاره چې کار پنځوونکي اوسی، نو یوه ښه نظریه هم باید ولری او له ځانه پوښتنه وکړی، کولای شم خپل کارو بار مدیریت کړم؟ او که یوازې د نظریې ور کولو تر بریده پورې پر ځان باور لری. له ځان سره رښتیني اوسئ.

که تاسو له کار کوونکو سره خبرې وکړی، درته معلومېږي چې ډېر سخت د دندې د امنیت په لټه کې دي او له خطره ځان ژغوري. تاسو باید د یوه معقول دلیل له مخې په دوی کې د خطر (رېسک) منلو روحیه پیاوړې کړئ. له دوی دا تمه هم نه شي کېدای چې یو دم دې پر ځان باندې لوی خطرونه قبول کړي؛ خو که د پروګرام او معقولې لارې له مخې وي، دا به یې تر ټولو ښه بڼه وي.

دا عبارت مو چې (پیسې، پیسې ګټې) هرو مرو اورېدلی دی. دا جمله یوازې د پانګه والو په اړه ویل کېږي. د دوی ښېګڼه په دې کې ده چې د خپلې پانګې له درکه ګټلې پیسې هم بېرته په یوه برخه کې بندوي او کارو بار پرې کوي. موخه یې له دې کار څخه دا ده چې له یوه اړخه خپلې پیسې بندې کړي او له بله اړخه ورته ګټه راوړي.

له نورو سره د دې کړنلارې توپیر په دې کې دی، چې د کس ټول تمرکز پر ګټه باندې دی. دغه ډله کسان هر کال له دې سره سره چې ډېرې زیاتې پیسې ګټي، خو کمه مالیه پرې کوي. په دې مانا نه چې دوی له مالیې تېښته کوي، بلکې دوی د شتمنۍ او عوایدو په خانه کې هېڅ پیسې هم نه لري، چې له مخې یې دولت اړ شي مالیه ترې واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه کسان، کوم چې د پیسو لپاره کار کوي (کارکوونکي)، ډېر کله لوړه مالیه پرې کوي. د دوی دا مالیه په مستقیم ډول له دوی څخه په معاش کې ګرځول کېږي او ډېر کله خپل عواید ان ویني هم نه.

د یوه رښتیني پانګه وال داسې کلمې پر خوله وي: «څومره وخت به ونیسي چې لومړی خپله لومړنۍ پانګه لاس ته راوړم او له هغه وروسته د خپلې ګټې پر پیسو کارو بار وکړم؟»




t