ماته نغمه ماته جذبه ماته سينگار پکار دئ / حسينه ګل تنها

ماته نغمه ماته جذبه ماته سينگار پکار دئ / حسينه ګل تنها

ماته رڼا ماته وزر ماته رفتار پکار دئ

ماته نغمه ماته جذبه ماته سينگار پکار دئ

بس دئ زه نور د خاموشئ فلسفه نه پالمه

ماته طاقت ماته وزر ماته چغارپکار دئ

زه د بارود زه د جگړو په لاره نه شمه تلئ

ماته د مينې يو کتاب ماته ستار پکار دئ

اوس مې بيخي ددې نعره دنيا کڼه ړنده ده

زه نيستئ د لاسه مرم ماته روزگار پکار دئ

هله به زه د ازادئ په خوږو پوهه شمه

ماته جانان ماته وطن ماته اختيار پکار دئ

زه هاغه زوړ خو د خپل زړه کلي ته بياورځمه

ماته منگې ماته گودر ماته چنار پکار دئ

سيده حسينه گل




t