ناواپاس ته بیرته ستنېدونکو کورنیو سره د مرستو ژمنه وشوه

ناواپاس ته بیرته ستنېدونکو کورنیو سره د مرستو ژمنه وشوه

د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو تیره ورځ د کونړ له والي سره د ناستې په ترڅ کې د بې ځایه شوو کورنیو په ستونزو خبرې وکړې او له والي وغوښتل چې د بیرته ستنېدو په مهال ورسره همکاري وکړي.

د کونړ د رسنیو دفتر د والي له قوله وایي ناواپاس ورته ستراتیژیک ارزښت لري او ددغې لارې ترانزيټ کېدل او د راکډه شوو کورنیو بیرته ځای پرځای کېدل یې لومړیتوب دی.

ښاغلي میرزکوال وویل د دولتي ادارو او مرستندویه موسسو سره یې ناستې کړي او د مرستو چمتووالی يې ښودلی دی

نوموړي راغلو مشرانوته ډاډ ورکړ چې دسیمې امنیت خوندیتوب ترڅنګ به د مرستو ترسراوي په برخه کې له دوی هيڅ راز همکاري ونه سپموي.

د سرکاڼو ولسوال محمد ولي خدام بیا وایي د ناواپاس لارې خلاصیدو وروسته راکډه شوې کورنۍ بیرته ستنېدو ته پوره لیواله دي او که پر وخت وسره مرستې ترسره شي ناواپاس به بیا د تروریزم او سوداګرۍ په لوی مرکز بدل شي .



خبرونه ناواپاس کونړ
t